ځایي سرچینې وایي چې په بادغیس ولایت کې دریو وسلهوالو کسانو چې ځانونه یې طالبان معرفي کول، د غلا په نیت د یوه ډاکټر کور ته ننوتلي او د یادې کورنۍ ښځې یې وهلې او ډبولي دي.
دا پېښه د بادغیس ولایت د مرکز قلعهنو ښار په لومړۍ ناحیه کې د «غلامسخي حنیفي» په نوم د یوه ډاکټر په کور کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغو وسلهوالو لومړی د کور دروازه ټکولې او د تلاشۍ په پلمه کور ته له ننوتلو وروسته یې له ډاکټر او د هغه له کورنۍ څخه د سرو زرو او پیسو غوښتنه کړې ده.
ویل کېږي چې د کورنۍ د غړو له چغو او فریاد وروسته د سیمې خلک راټول شوي او سیمه ییزو امنیتي ځواکونو هم مداخله کړې ده.
د راپورونو له مخې، درې واړه بریدګر نیول شوي او په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې یې ویلي چې د آبکمري ولسوالۍ اوسېدونکي او د طالبانو غړي دي.
طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
