بشري حقوق

مطیع‌الله ویسا د ۲۰۲۶ کال د «ازادۍ جایزې» ګټونکی شو

انځور- مطیع الله ویسا

په افغانستان کې د زده‌کړو د برخې فعال او د نجونو د تعلیم د حق مدافع، مطیع‌الله ویسا د ۲۰۲۶ کال د «ازادۍ جایزې» ګټونکی اعلان شو.

دغه جایزه د فرانسې د نورماندي سیمې له لوري او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو کسانو په رایو نوموړي ته ورکول کېږي.

د یاد بنسټ د اعلامیې له مخې، د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو د رایې ورکولو په بهیر کې برخه اخیستې وه او ویسا یې د دغې جایزې د اتم پړاو د ګټونکي په توګه غوره کړی دی.

د نورماندي سیمې په خپاره شوي پیغام کې راغلي: «مطیع‌الله ویسا د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزې ګټونکی شو؛ له ۷۵ هېوادونو څخه ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو د دغې جایزې د اتمې دورې د ګټونکي په توګه د هغه په ګټه رایې ورکړې.»

 ویسا د «قلم لار» ټولنې بنسټ اېښودونکی دی، هغه بنسټ چې له زرګونو رضاکارانو سره یوځای د افغانستان په محرومو سیمو کې د زده‌کړو د دودولو لپاره کار کوي او پر نجونو د تعلیم د حق په تامین ځانګړی تمرکز لري.

ښاغلي ویسا دا خوځښت په ۱۷ کلنۍ کې پیل کړ او په ورپسې کلونو کې یې په لیرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو جوړولو لپاره پراخې هلې ځلې وکړې.

نوموړی د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د خپلو فعالیتونو له امله د طالبانو له لوري ونیول شو او ۷ میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې.

افغانستان اوسمهال په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونو او ښځو پر مخ یې د منځنیو او لوړو زده‌کړو دروازې تړلې دي.

د ازادۍ جایزه په ۲۰۱۹ کال کې د نورماندي سیمې او «د بشري حقونو او سولې نړیوالې موسسې» له لوري رامنځته شوې او هغو کسانو یا بنسټونو ته ورکول کېږي چې د بشري ازادیو په دفاع کې یې رغنده رول لوبولی وي.

ټاکل شوې ده چې د دغې جایزې د ورکړې مراسم د جون په څلورمه نېټه د فرانسې په «کان» ښار کې د څه باندې څلور زره ځوانانو او د دویمې نړیوالې جګړې د یو شمېر پخوانیو سرتېرو په شتون کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۵ کال کې ژیزل پلیکوټ، چې په فرانسه کې د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې پیژندل شوې څېره ده، د دغې جایزې ګټونکې شوې وه.