منځنی ختیځ

د هرمز تنګي پر سر د امریکا او ایران ترمنځ نوې نښتې؛ په خلیج کې وضعیت ترینګلی شوی

انځور په هرمز کې یوه سوداګریزه کیښتۍ، ارشیف څخه

د امریکا متحده ایالاتو او ایران د دوشنبې په ورځ په خلیج کې یو پر بل نوي بریدونه کړي، چې له امله یې د هرمز په تنګي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنټرول پر سر ناندرۍ او جګړه یو ځل بیا توده شوې ده.

دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «فریډم پروژې» (Project Freedom) په نوم یو نوی پلان اعلان کړ، ترڅو هغه بند پاتې ټانکرونه او کښتۍ له تنګي تېرې کړي چې د فبروري میاشتې له جګړې راهیسې هلته بند پاتې دي.

د راپورونو له مخې، ایران د متحده عربي اماراتو دتېلو پر یوې مهمې بندرګاه (فجیره) توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې هلته اور لګېدلی دی.

په ځواب کې د امریکا سمندري ځواکونو ادعا کړې چې د ایران شپږ کوچنۍ نظامي کښتۍ یې له منځه وړي دي، خو ایران دا ادعا رد کړې ده.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ټرمپ دغه نوې هڅه د حل لاره نه بولي او په خپله ایکس پاڼه یې لیکلي: «د فریډم (ازادۍ) پروژه په اصل کې د کرکیچ پروژه ده.»

شنونکي وايي دې نښو نښانو د تېرو څو اونیو راهیسې د شوي اوربند د ماتېدو وېره راپیدا کړې ده.

د دغو بریدونو له امله په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې له ۵ سلنې څخه زیاتې لوړې شوي او د کښتیو د تګ راتګ بیمه هم خورا ګرانه شوې ده.

سره له دې چې امریکا وایي دوه کښتۍ یې په بریالیتوب سره له تنګي تېرې کړي، خو ایران خبرداری ورکړی چې د دوی له اجازې پرته هیڅ بهرنۍ نظامي کښتۍ ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي او هر ډول نږدې کېدل به له نظامي غبرګون سره مخ شي.