سیاست

د فاریاب والي د مخابراتو د وزیر په توګه وګمارل شو

انځور- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نور ګمار شوی وزیر حمدالله نعماني

د طالبانو مشر په یو نوي فرمان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر حمدالله نعماني له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې د فاریاب پخوانی والي عبدالاحد فضلي د نوي وزیر په توګه ګمارلی دی.

په دغه فرمان کې د یو شمېر وزارتونو د معینانو سربېره، څلور والیان، اته مرستیال والیان، پنځه امنیه قومندانان او د زندانونو د ادارې یو لوړپوړی چارواکی هم بدل او رابدل شوي دي.

حمدالله نعماني چې د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او تر دې وړاندې یې د ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ کې دندې ترسره کړې وې، اوس یې ځای د فاریاب پخواني والي ته پرېښود.

د ولایتي ادارو په کچه، محمد حنیف حمزه چې وړاندې په بادغیس کې والي و، اوس فاریاب ته لېږل شوی او عبدالرحمن حقاني له بغلان څخه خوست ته د والي په توګه تبدیل شوی دی.

همدارنګه عبدالله مختار چې پخوا په خوست کې والي و، اوس بغلان ته تللی او محمد ولي جان د بادغیس د نوي والي په توګه په دنده ګمارل شوی دی.

په امنیتي برخه کې هم د بغلان، میدان وردګو، نیمروز او لوګر ولایتونو لپاره نوي امنیه قومندانان معرفي شوي، چې په کې عبدالقیوم هلال د بغلان او عبدالحق د میدان وردګو د قومندانانو په توګه دندې پیلوي.

په ورته وخت کې د لوګر، پکتیا، بغلان، هلمند، فراه او پکتیکا لپاره نوي مرستیال والیان هم ټاکل شوي چې ډېری یې له یو ولایت څخه بل ته د تبدیلۍ په ډول لېږل شوي دي.

دا پراخ بدلونونه ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو په اداره کې ګمارنې تر ډېره د دوی د خپلو پخوانیو غړو ترمنځ د مسوولیتونو په بدلولو راڅرخي.

د نړیوالو څېړنیزو بنسټونو د راپورونو له مخې، په دغو کلیدي پوسټونو کې لا هم د مسلکي او نویو څېرو ځای خالي دی او په ځانګړې توګه په کابینه او لوړو اداري کچو کې ښځو ته هیڅ ډول ونډه نه ده ورکړل شوې.