امنیت

ننګرهار کې دوه قاچاق کوونکي ۱۵ کیلو شیشې سره ونیول شول

ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر وايي په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق یوې هڅې مخه ونیوله او په تړاو یې دوه تنه له لسګونه کیلوګرامه ممنوعه موادو سره ونیول.

د رسینو دفتر د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند، وحیدالله محمدي له خولې وایي چې دغه عملیات د یادې ولسوالۍ په «توري ناو» سیمه کې ترسره شوي دي.

د مسوولینو په وینا، له نیول شویو کسانو څخه ۱۵ کیلوګرامه او ۲۳۶ ګرامه «شیشه» ډوله نشه يي توکي ترلاسه شوي، چې قاچاق کوونکو غوښتل بل ځای ته یې انتقال کړي.

خبر پاڼه زیاتوي نیول شوي کسان دا مهال د سرحدي ځواکونو په بند کې دي او تر لومړنیو پوښتنو وروسته به د نورو قانوني اجرااتو لپاره اړوندو عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې  د نشه يي توکو د قاچاق او پلور پر وړاندې د مخنیوي فعالیت ګړندی شوی ده.