د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته رارسېدلی او ټاکل شوې چې له طالب چارواکو سره لیدنې وکړي.
روسي رسنیو خبر ورکړی چې کابلوف نن سهشنبه (د غویي ۸مه) له طالب چارواکو سره «مشورتي ناستې» لري.
د راپورونو له مخې، د دغه سفر اصلي محورونه د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پراختیا او د افغانستان په ګډون د سیمهییزو تعاملاتو پیاوړتیا ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کابلوف سفر تایید کړی او وايي، نوموړی به نن د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او نورو طالب چارواکو سره پر سیاسي، اقتصادي او یو لړ نورو مسایلو خبرې وکړي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې روسي چارواکو تر دې وړاندې له افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو او د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.
له بلې خوا طالبان په افغانستان کې د دغو ډلو شتون ردوي او ټینګار کوي چې هېچا ته د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د کار اخیستو اجازه نه ورکوي.
