د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، محمد نعیم، پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د پاکستان د دغو کړنو په وړاندې چوپ پاتې نه شي.
نوموړي په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې نړۍ باید دغه بریدونه «وغندي» او د مخنیوي لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.
هغه ادعا کوي چې پاکستاني ځواکونه «د نړیوالو قوانینو خلاف» د افغانستان پر خاوره بریدونه کوي او د خلکو کورونه، روغتونونه او علمي مرکزونه په نښه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت ویلي؛ د کونړ پر سید جمالالدین افغان پوهنتون د پاکستاني پوځ په برید کې ۳۰ محصلین او استادان ټپیان شوي دي.
وزارت دغه برید «بزدلانه»، د اسلامي اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی او زیاته کړې یې ده چې دغه پېښه کې پوهنتون ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
په ورته وخت کې د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د پاکستان په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي، چې د ده په وینا، په نښه شوي ځایونه ټول استوګنیز سیمې او تعلیمي تاسیسات وو.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه اعلامیه کې دغه ادعاوې په کلکه رد کړې او هغه یې «بېاساسه او دروغ» بللې دي.
د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په کونړ کې پر سید جمالالدین افغان پوهنتون یا استوګنیزو سیمو هېڅ ډول برید نه دی شوی او دا تورونه یوازې د همدردۍ د ترلاسه کولو او د وسلهوالو ډلو د ملاتړ د پټولو لپاره دي.
پاکستاني لوري ټینګار کړی چې پوځي عملیات یې د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کېږي او یوازې د «ترهګرو ډلو» زیربناوې په نښه کوي.
