افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې او کاري فرصتونه کم دي

انځور ارشیف څخه

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلوایف پي)  وايي، په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لا هم په لوړه کچه پاتې دي او په ورته وخت کې د کاري فرصتونو کمښت د کورنیو پر بودیجې فشار زیات کړی دی.

که څه هم په اونۍ کې د کار موندنې کچه په نسبي ډول ۱.۹ ورځو ته لوړه شوې، خو دا کچه لا هم د تېر کال او د تېرو درېیو کلونو د منځنۍ کچې په پرتله خورا ټیټه ده.

د دې ادارې په اونیز راپور کې راغلي چې د غنمو بیه – چې په هېواد کې د خوړو خوندیتوب یو له مهمو شاخصونو څخه ده د تېر کال په پرتله شاوخوا ۲۱ سلنه لوړه شوې ده.

راپور زیاتوي سره له دې چې په اونیزو بیو کې نسبي ثبات لیدل کېږي، خو پر کورنیو اقتصادي فشار دوام لري. بازارونه فعال دي، خو د لومړنیو اړتیاوو بیې لوړې او کاري فرصتونه له بیو سره سم نه دي زیات شوي.

په دې اونیزه ارزونه کې راغلي چې د غنمو بیه ۰.۴ سلنه او د غنمو د اوړو بیه د ۰.۵ څخه تر ۱.۵ سلنې پورې لوړه شوې ده. د اپریل په درېیمه اونۍ کې د خوراکي توکو په بیو کې محدود او متضاد بدلونونه لیدل شوي: د پخلي غوړ ۲.۲ سلنه، د حبوباتو بیه ۰.۷ سلنه او د اعلی کیفیت وریجو بیه ۱.۴ سلنه راټیټه شوې، خو د ټیټ کیفیت وریجو بیه نږدې ثابته پاتې ده. د بورې بیه هم بدله نه ده شوې.

له دې سره د تېر کال په پرتله تقریبا ټول لومړني خوراکي توکي په پام وړ ډول ګران شوي دي.

د راپور له مخې، د اوړو بیه ۱۱ تر ۱۶ سلنه، وریجې ۲۳ تر ۴۵ سلنه، د پخلي غوړ ۷ سلنه او بوره ۱۹ سلنه لوړه شوې ده.

راپور د دې فشار لویه برخه له پاکستان سره د مهمو لارو بندېدو او د سوداګریزو لارو خڼدونه یاده کړې ده.

افغانستان اوس تر ډېره د ایران او منځنۍ اسیا له بدیلو لارو کار اخلي چې د ټرانسپورټي لګښتونو د زیاتوالي، د وخت د ضایع کېدو او لوژستیکي ستونزو لامل شوي دي.

که څه هم د اوسپنې پټلۍ د نښلولو له لارې (د اقینې، حیرتان او خواف-هرات دهلیزونو له لارې) د توکو لېږد زیات شوی، خو بازار لا هم «فعال خو تر فشار لاندې» دی.

د سبزیجاتو په برخه کې د لنډمهاله بیو کمښت لیدل کېږي؛ د رومیانو بیه ۸ سلنه او د کچالو بیه نږدې ۱۰ سلنه راټیټه شوې چې لامل یې فصلي عرضه ده، خو بیا هم دا توکي د تېر کال په پرتله ۵۲ او ۷۸ سلنه ګران دي.

د پیازو بیه هم لږه راټیټه شوې او د تېر کال په پرتله ۴۸ سلنه ارزانه ده. د ډیزلو بیه ۰.۷ سلنه راټیټه شوې خو د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه لوړه ده.

د کیمیاوي سرې بیې هم بدلې شوې؛ یوریا ۱.۶ سلنه لوړه شوې او د ډای-امونیم فاسفیټ (DAP) بیه ثابته پاتې ده، خو د دواړو بیې د تېر کال په پرتله په ترتیب سره ۳۷ او ۱۸ سلنه لوړې دي.

سره له دې چې د کار موندنې کچه ۱.۹ ورځو ته رسېدلې (چې د تېرې اونۍ په پرتله ۶.۸ سلنه زیاتوالی ښيي)، خو دا کچه د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه او د درې کلنې منځنۍ کچې په پرتله ۱۵ سلنه ټیټه ده.

د عادي کارګرانو په ورځنۍ مزدورۍ کې د بدلون د نه راتلو ترڅنګ، د خوراکي توکو لوړې بیې د خلکو د پېرلو وړتیا  له منځه وړې ده.