سوداګري

کندهار کې د لبنياتو د توليد يوه لويه فابريکه د تړلو له ګواښ سره مخ ده

د «ملکو» په نوم د لبنياتو د پروسس پر دغې فابريکې شاوخوا لس میلیون ډالر پانګونه شوې او ۱۶ زره کسانو ته یې د کار زمينه برابره کړې ده.

د لبنياتو د توليد دغه فابريکه د ورځې زرګونه لېتره شيدې توليدوي، چې توليدات يې د سويلي حوزې ترڅنګ د هېواد کابو ټولو ولایتونو ته لېږل کېږي.

تازه د دغې سترې فابريکې مسوولین وایي، د خامو موادو د نه رسېدو او د برېښنا د نشتون له امله یې د فابريکې زياتې توليدي برخې درېدلي او که وضعیت همداسي دوام وکړي فابريکه به یې وتړل شي.

د ملکو فابریکې اداري مرستيال الهام حقمل وایي: «د لبنياتو د پروسس پر دغه فابريکه لس ميلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده، چې اوس يې ځيني برخي د تړلو له خطر سره مخ دي، موږ وېره لرو، چې که وضعیت همداسي دوام ومومي ښایي زموږ فعاليت ودرېږي او ګڼ شمېر ځوانان وزګار شي.»

د فابريکې کارکوونکي هم روان وضعیت اندېښمن کړي او له چارواکو څخه د خصوصي سکټور د ملاتړ غوښتنه کوي.

علي ابادي د فابريکې ايرانی کارکونکی دی.

نوموړی وایي: «دولت باید د دغه ډول سترو پانګو ملاتړ وکړي، ځکه دا پانګونې د يوه هېواد د اقتصاد لپاره خورا اغېزناکې دي.»

کندهار کې د طالبانو د کانونو او صنایعو خونې مشر سيد سرور اماني هم د کندهار د صنعتی پارک د فابريکو د خامو موادو، برېښنا او د پورونو د نه ورکړې ستونزې تاییدوي خو وايي، چې د ستونزو د هواري لپاره يې په ولایتي او مرکزي کچه هڅي پیل کړې دي.

د کندهار په صنعتي پارک کې تر ۲۰۰ زياتې کارخونې شتون لري، چې ډېری يې اوس د برېښنا د نشتون له امله تړل شوې دي او ګڼ شمېر یې هم د تړل کېدو په حال کې دي.