د «لاجورد لاره» څېړنیز او پالیسي مرکز له لوري د «سیاسي تحول او سیمهییز نظم: افغانستان د بدلېدونکي جیوپولیټیک په هنداره کې» تر سرلیک لاندې جوړ شوی دوه ورځنی کنفرانس په انقره کې خپل کار پای ته ورساوه.
په دې غونډه کې چې د افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او د چارو کارپوهانو په ګډون ترسره شوه، د افغانستان پر اوسني سیاسي وضعیت، د واک پر انحصار، متمرکز حکومتدارۍ او په سیمهییزو او نړیوالو جوړښتونو کې د دغه هېواد پر رول هر اړخیز بحثونه وشول.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې د واک انحصار او د سیاسي مشارکت نشتوالی د هېواد د اوسني کړکېچ اصلي لاملونه دي او د دې ستونزو د حل لپاره باید د ټولشموله او ملي تګلارو پر لور ګامونه پورته شي.
د کنفرانس په پای کې، کارپوهانو د افغانستان د جیوپولیټیک اهمیت ته په اشارې وویل چې دغه هېواد باید یوازې د یوې «امنیتي موضوع» په چوکاټ کې ونه کتل شي؛ بلکې د سیمې د اتصال د یوې مهمې نقطې په توګه باید په سیمهییزه او نړیواله کچه د یوه فعال سیاسي لوبغاړي په توګه خپل ځایګی بیا تعریف کړي.
د لاجورد لارې مرکز مسوولینو د کنفرانس د پایلو د انسجام په اړه ډاډ ورکړ او وې ویل چې د ګډونوالو وړاندیزونه به د یوې پالیسيمحوره تګلارې په توګه د افغانستان د راتلونکې سیاسي حللارې لپاره وکاروي.
