سیاست

 د امریکا او ایران د خبرو په تمه؛ اسلام‌اباد لا هم تړلی دی

انځور- د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد

له نږدې یوې اونۍ راهیسې د پاکستان پلازمېنه د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرو د کوربه‌توب په تمه ده، خو سره له دې چې د دواړو لورو د لیدنې هېڅ نښه نه ښکاري، چارواکو د ښار لویه برخه لا هم تړلې ساتلې ده.

د اسلام‌اباد پر لور غځېدلي مهمې لارې تړل شوي او د اداري مرکز یا «سرې سیمې» (Red Zone) شاوخوا پياوړې امنیتي کړۍ تاو شوې ده.

په څېرمه «نیلي سیمه» (Blue Area) کې کافي‌شاپونه له مېوو خالي شوي، بازارونه تش دي او د بسونو تم‌ځایونه د خدمتونو د نه وړاندې کولو له امله، د اونۍ په پای کې مسافر له خپلو کورونو سره د یوځای کېدو په لټه کې ستړي شوي دي.

د پاکستان دولتي چارواکي وايي چې دغه اقدامات ژر پای ته نه رسېږي او دوی د دې لپاره چمتو دي چې هره شیبه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون نور پلاوي دلته راشي.

یو چارواکي وویل: «موږ ته ویل شوي چې خبرې اترې په هر وخت کې کېدای شي، هرشېبه یې امکان شته.»

دا په تېرو دوو اونیو کې دویم ځل دی چې اسلام‌اباد په بشپړ ډول تړل کېږي.

لومړی ځل د اپریل په ۱۱مه د امریکا او ایران د پلاوو ترمنځ د خبرو لپاره ښار وتړل شو، چې هېڅ پایله یې نه درلوده. ښار د لنډ وخت لپاره خلاص شو، خو بیا د دویم پړاو خبرو په تمه، چې تر اوسه نه دي ترسره شوي، بیا وتړل شو.

د ښار د اوسېدونکو لپاره تر ټولو سخته برخه بې‌باوري ده.

رویټرز په دې اړه خپل راپور کې لیکلي د اسلام‌اباد په یوه لوړپوړي هوټل کې، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي خبریالان په یوه بل ډول بې‌برخلیکه حالت کې دي. د الجزیرې د سپینې ماڼۍ خبریال فادي منصور چې د یوه لنډ سفر لپاره له واشنګټن څخه راغلی، وايي: “موږ رښتیا هم نه پوهېږو چې څه کېږي.”

دا بندیزونه د ښار د خوراکي توکو پر اکمالاتو هم اغېز لري. د مېوو او سبزیجاتو پلورونکی سیف‌الرحمن عباسي وايي، هغه لارۍ چې د ښار په ګوښه کې بندې پاتې دي، توکي یې د خرابېدو په حال کې دي. د “نیلي سیمې” په یوه مشهور کافي‌شاپ کې کارکوونکي وايي چې توت (straw berries) خلاص شوي او نور توکي هم کم دي.

په کافي‌شاپ کې یوه ګارسون په طنزیه ډول وویل: «کله چې اسلام‌اباد خلاصېږي، هرمز (تنګی) بندېږي؛ او کله چې هرمز خلاصېږي، اسلام‌اباد بندېږي.»

د جمعې تر ورځې پورې، دواړه (هرمز تنګی او اسلام‌اباد) بند پاتې دي او د هېڅ یو لپاره د پای څرک نه لګېږي.