ښځې

د نجونو لپاره د یونیسف د کلچې پخولو پر روزنیز پروګرام د ښځو نیوکه

د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق (یونیسف) د بریتانیا په مالي همکارۍ، له ښوونځیو بې‌برخې نجونو ته هرات کې د «کیک او کلچې پخولو مسلکي» نهه میاشتینی روزنیز پروګرام پیل کړی دی.

د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې د یونیسف پر دغه اقدام په نیوکې سره وایي چې دغه بنسټ او نورو نړیوال بنسټونه باید د محدودیتونو د لیري کولو لپاره پر طالبانو فشار راولي.

د هغوی په وینا د داسې حاشیه‌یي فرصتونو رامنځته کول د ښځو پروړاندې د طالبانو له دریځ سره مرسته کوي او پر نجونو او ښځو د دې ډلې د محدودیتونو د دوام لامل ګرځي.

د ښځو حقونو فعاله ترنم سعیدي وايي: «د کلچې او ډوډۍ پخولو روزنیز پروګرامونو په تړاو د یونیسف اقدام ښایي په لومړیو کې یو پر ځای اقدام وبرېښي؛ خو په اوږدمهال کې، د نجونو زده‌کړو ته سخت زیان رسوي.»

هغه زیاتوي: «داسې اقدامونه د نجونو راتلونکی زیانمنوي ترڅو له ښوونځي او زده‌کړو لیرې پاتې شي.»

د ښځو حقونو یوه بله فعاله فاطمه اعتمادي هم د یونیسف دغه اقدام «د افغان نجونو سپکاوی» ګڼي.

د هغې په باور د دې پرځای چې داسې فرصتونه رامنځته شي، ښه دا ده د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیست لپاره هڅه وشي.

دغه ښځې زیاتوي: «د افغان نجونو لپاره د ډوډۍ پخولو او کلچې پخولو په څېر روزنیز پروګرامونه سپکاوی دی. له نړیوالې ټولنې او یونیسف څخه غواړو تر دې زیات موږ ته سپکاوی ونه کړي. له افغان نجونو او ښځو ملاتړ وکړي ترڅو د کار او زده‌کړو حق ورکړل شي.»

د ښځو حقونو یوه بله فعاله لطیفه شجاعي وایي چې د ډوډۍ پخولو او کلچې پخولو پروګرامونه د افغان نجونو وړ نه دي.

هغه زیاتوي: «ایا افغان مېرمنې د ډوډۍ پخولو لیاقت لري؟ افغان نجونې د دې حق نه لري چې زده‌کړې وکړې او ټولنیزه رفاه ولري، د فرهنګي فعالیتونو د ترسره کولو حق ولري؟ یو کال کېږي چې زموږ اعتراض کوونکې ښځې شکنجه شوې او اوس هم د طالبانو په زندانونو کې دي او پر ښځو د تاوتریخوالو موارد د زیاتېدو په حال کې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کار وزارت درې ورځې مخکې په یوه رسمي خبرپاڼه کې وویل چې ځوانان د شپنۍ او نورو سختو کارونو لپاره عربي هېوادونو ته لېږي.