د امریکا د لوزیانا ایالت چارواکي وايي، یوه وسلهوال سړي د یکشنبې په سهار د شریوپورټ په ښار کې په دوو کورونو کې د ډزو په ترڅ کې اته ماشومان ووژل او دوه نور کسان یې ټپیان کړل، چې وروسته خپله د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
د شریوپورټ د پولیسو ویاند کریس بورډیلون ویلي، د قربانیانو عمرونه له یو کال څخه تر ۱۲ کلونو پورې وو. په وژل شویو کې اووه د بریدګر خپل ماشومان وو. یو له ټپیانو څخه د بریدګر د ماشومانو مور ده.
بریدګر چې «شمار الکینز» پېژندل شوی، د پولیسو له تعقیب وروسته ووژل شو. پولیس وايي، الکینز تر برید وروسته یو موټر په وسلهواله توګه تښتولی و او د تعقیب پر مهال پولیسو پرې ډزې وکړې.
پلټونکي وايي، که څه هم د دې پېښې لامل لا نه دی روښانه، خو دوی ډاډه دي چې دا «په بشپړ ډول یوه کورنۍ پېښه» وه.
د پولیسو ویاند زیاته کړې، دا د هغوی لپاره یوه بېسارې او ډېره دردوونکې صحنه وه. د معلوماتو له مخې، الکینز په ۲۰۱۹ کال کې هم د وسلې د غیرقانوني ګرځولو په تور نیول شوی و، خو د کورني تاوتریخوالي د مخینې په اړه یې پولیسو معلومات نه درلودل.
د شریوپورټ ښاروال «ټام ارکنو» دغه پېښه د خپل ښار په تاریخ کې تر ټولو دردناکه وبلله.
د امریکا د استازو جرګې رئیس «مایک جانسن» چې د همدې ښار اوسېدونکی دی، په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې دوی له پولیسو سره په تماس کې دي او د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ دعا کوي.
د «ګن وایلنس ارشیف» (Gun Violence Archive) د شمېرو له مخې، په امریکا کې سږ کال تر دې پېښې مخکې لږ تر لږه ۱۱۹ ډلهیز بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۱۱۷ کسان وژل شوي (چې ۷۹ یې ماشومان دي)او ۴۵۸ نور ټپیان شوي دي.
