امنیت

ملګري ملتونه: پر ډيورنډ کرښه د نښتو په پایله کې له ۹۴۰۰۰ ډېر کسان بېځایه شوي دي

سټېفن دوجاریک د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د نښتو زیاتېدو د ملکي وګړو د پراخې بېځایه کېدنې لامل شوې او په کرښې ته په څیرمه سیمو کې یې بشري اړتیاوې زیاتې کړې دي.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې دا نښتې د فبروري د میاشتې له وروستیو راهیسې دوام لري او د پولې په دواړو غاړو کې د توپچي بریدونو، هوايي بریدونو او وسله‌والو نښتو په بڼه ترسره کېږي.

د دې راپور له مخې، د دې وضعیت په پایله کې د افغانستان په خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې له ۹۴۰۰۰ ډېر کسان بېځایه شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په یادو سیمو کې سلګونه کورونه ویجاړ شوي یا زیانمن شوي او لسګونه روغتیايي مرکزونه او ښوونځي هم وران شوي او یا د کارولو وړ نه دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې ملکي بنسټونه سخت زیانمن شوي او د بشري خدمتونو د وړاندې کولو بهیر له ننګونو سره مخ شوی دی.

هغه په خپله خبري غونډه کې همدا راز زیاته کړه چې د دغو نښتو په ترڅ کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، په تر ټولو وروستیو پېښو کې، د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې یوه ښځه د توپچي برید له امله وژل شوې او د کرښې په بل اړخ کې، د خیبر پښتونخوا په ایالت کې درې کسان د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو له امله وژل شوي دي.

دوجاریک ټینګار کړی چې ترڅنګ یې، ښوونیزو سرچینو تایید کړې چې په کونړ ولایت کې یو ښوونځی د برید هدف ګرځېدلی او سره له دې چې ځاني زیان یې نه دی اړولی، خو سخت مالي زیان ورته رسېدلی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ او د نورستان د کامدېش ولسوالۍ ترمنځ د یوې تدارکاتي لارې له پرانستلو سره سره، د امنیتي اندېښنو له امله د دې سازمان ساحوي ماموریتونه لا هم درېدلي دي.

دغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې په ډېرو سیمو کې تړلې پاتې دي.

د دې راپور له مخې، ډیونډ کرښې ته څېرمه سیمو کې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان له خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، نږدې ۹۰ زره کسانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی او شاوخوا ۱۲ زره زده‌کوونکي له زده‌کړو محروم شوي دي.

ملګرو ملتونو د امنیتي ګواښونو پر دوام هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی لا هم په اغېزمنو سیمو کې له جدي اندېښنو څخه دي.

دوجاریک ټینګار کړی چې د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو خوندیتوب باید په لومړیتوب کې وي او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو لپاره باید خوندي او دوامداره لاسرسی تضمین شي.