سیاست

ټرمپ: که له ایران سره سوله وشي، د لاسلیک لپاره یې اسلام‌اباد ته ځم

د فاکس نیوز د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ناڅاپي اعلان کې ویلي، چې دی چمتو دی د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د سولې تاریخي هوکړې د لاسلیک لپاره په خپله اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ایران په خبرو کې “تقریباً هر څه” منلي او دی د پاکستان له منځګړیتوب ډېر خوشحاله دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر، عاصم منیر دا مهال په تهران کې دی او د ایران له لوړپوړو چارواکو سره یې په کتنو کې هڅه کړې چې روان موقتي اوربند په یوه دایمي سوله بدل کړي.

ټرمپ تمه ښودلې چې ښايي تر راتلونکې اونۍ پورې، چې د ایران او امریکا ترمنځ اوربند پای ته رسېږي، یوه لویه هوکړه وشي.

ده دا هم وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دویم پړاو به ډېر ژر په اسلام‌اباد کې پیل شي، ځکه په لومړي پړاو کې پر ډېرو مهمو مسایلو پرمختګ شوی دی.

ورته وخت کې، ټرمپ د یو بل ډیپلوماټیک پرمختګ اعلان هم وکړ او ویې ویل چې اسرائیلو او لبنان پر ۱۰ ورځني اوربند هوکړه کړې ده.

دا اوربند د پنجشنبې په ماښام پیل شو او د ایران له خوا د سولې خبرو ته د دوام ورکولو لپاره یو له مهمو شرطونو څخه ګڼل کېده.

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسټ بیا خبرداری ورکړی چې که ایران سوله ونه کړي، امریکايي ځواکونه هر ډول جنګي عملیاتو ته چمتو دي.

خو په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې بیا د احتمالي خبرو او د ټرمپ د سفر لپاره تر ۱۱ زره ډېر امنیتي سرتېري په دنده ګومارل شوي ترڅو امنیت په کلکه وساتي.

که ټرمپ پاکستان ته لاړشي، دا به په تېرو شلو کلونو کې د کوم امریکايي ولسمشر لومړی سفر وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له دواړو خواوو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي چې دا تاریخي هوکړه په اسلام‌اباد کې وشي.