امنیت

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو اووه غړي له داعش سره د همکارۍ په تور ونیول شول

له بدخشان څخه ځايي سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو استخباراتو په دغه ولایت کېاوه طالبان د داعش د خراسان څانګې سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

د سرچینو په وینا، په نیول شویو کسانو کې بېلابېلې څېرې شاملې دي، چې په بدخشان کې د هغوی په نظامي او ملکي جوړښتونو کې د طالبانو د قوماندانانو په ګډون بېلابېلې دندې لري.

سرچینو زیاته کړې چې د طالبانو د نیول شویو غړو په منځ کې د هغوی د دفاع وزارت د مخابرې کنډک یو د ټولي قوماندان، د دغه وزارت د سرحدي واحد د خپرونو آمر، درې افسران او همدارنګه د بدخشان د سیمه‌ییزې راډیو ټلوېزیون پخوانی آمر چې د طالبانو له خوا اداره کېږي، شامل دي.

سرچینې زیاتوي چې دا کسان دوه ورځې وړاندې نیول شوي او کابل ته لېږدول شوي دي او یوازې یو تن یې په بدخشان کې د طالبانو د دفاع وزارت د فرقې د مرستیال، واصل نظري په ضمانت خوشې شوی دی.

په نیول شویو کې په بدخشان کې د طالبانو د یو شمېر چارواکو او غړو نومونه لیدل کېږي. له هغې ډلې عبدالله رحماني چې د طالبانو د دفاع وزارت د فرقې د مخابرې کنډک کې د ټولي قوماندان دی او فیصل‌البدر الهاشمي چې د دغې فرقې د خپرونو آمر دی.

همدارنګه صهیب خراساني چې په بدخشان کې د طالبانو غړی دی او هارون هاشمي چې د دغې فرقې یو افسر او د فیصل‌البدر الهاشمي نږدې کس دی، په نیول شویو کې شامل دي.

ورپسې جبیر هاشمي چې د فیصل‌البدر الهاشمي بل نږدې کس دی، عبدالماجد احمدي د دغې فرقې له افسرانو څخه او اسامه برهاني چې د بدخشان د راډیو ټلوېزیون پخوانی آمر او د بدخشان پوهنتون د کتابتون اوسنی آمر دی، هم نیول شوي دي.

د سرچینو په وینا، له دې ډلې اسامه برهاني خوشې شوی او شپږ نور کسان کابل ته لېږدول شوي دي.

د نیول شویو افرادو نیږدې کسانو ویلي چې دوی له داعش ډلې سره هیڅ ډول تړاو نه لري او طالبانو ورته «توطیه» جوړه کړې ده.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، شپږ تنه نیول شوي کسان د بدخشان د جرم ولسوالۍ د «کیپ» کلي اوسېدونکي دي او په سلفي تمایلاتو پېژندل کېږي.

سرچینو زیاته کړې چې دغو کسانو تر دې وړاندې د بدخشان په لیرې پرتو سیمو کې د نښې ویشتلو او غره ختنې تمرینونه کول.

سرچینو همداراز ویلي چې په تېر کې هم د دې کسانو یو نږدې کس له داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوی و او تازه نیول شوي کسان د هماغه کس له لارې پېژندل شوي دي.

د سرچینو په وینا، نیول شوي کسان تورن دي چې د بدخشان مرکز، فیض‌اباد په نوي ښار کې د طالبانو د استخباراتو پر مرستیال او د طالبانو پر یو بل غړي په برید کې لاس لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.