سیاست

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د غزې له خلکو سره ۵۳۰ ټنه بشري مرسته وشوه

انځور- غزې ته د طالبانو لخوا استول شوې مرسته

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی د ریاست الوزراء د حکم پر اساس د فلسطین له ځپل شوي ولس سره د افغانستان ۵۳۰ ټنه بشري مرسته د مصر د رفح بندر له لارې غزې ته ورسېده.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې د یو ځانګړي استول شوي پلاوي له لوري په مصر کې پیرودل شوې او چمتو شوې وې، چې نن په رسمي ډول غزې ته داخلې شوې.

خبرپانه کې ویل شوي چې په دغو مرستو کې چې د نږدې ۵ سوه زره امریکايي ډالره ارزښت لري، خوراکي توکي، البسه او نور اړین مواد شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دا مرستې په ۴۲ بار وړونکو لاریو کې بار شوې وې او ټاکل شوې چې په غزه کې پر ۲۲ زره هغو کورنیو ووېشل شي چې د روانې جګړې له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي چې د طالبانو حکومت یو ځل بیا د فلسطین په اړه خپل اصولي دریځ تکراروي او له نړیوالو اغېزناکو لوریو غواړي چې په غزه کې د دایمي اوربند او د فلسطیني ولس د تاریخي او حقه حقونو د اعادې لپاره مانا لرونکې هڅې وکړي.