د اسرائیلو پوځ د غزې په بېلابېلو برخو کې په جلا بریدونو کې لږترلږه یوولس تنه فلسطینیان وژلي دي چې په کې دوه ماشومان هم شامل دي او دا د تېر کال د اکتوبر له لسمې نېټې راهیسې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د شوي اوربند د سرغړونو تازه پېښې ګڼل کېږي.
د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي چې په شمالي غزه کې د سه شنبې د ورځې په دغو بریدونو کې یو درې کلن او بل څوارلس کلن ماشوم هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملکي دفاع ویاند محمود بصل وایي چې په غزه ښار کې د پولیسو یو موټر په نښه شوی چې له امله یې د دغه درې کلن ماشوم په ګډون څلور تنه ووژل شول او د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې په دې برید کې یو پولیس افسر وژل شوی او نهه تنه نور لاروي سخت ټپیان شوي دي.
راپورونه زیاتوي چې د سه شنبې په ماښام د غزې په شاطي کمپ کې هم د بې پیلوټه الوتکې لخوا دوه توغندي ویشتل شوي چې له امله یې پینځه تنه نور وژل شوي او د الشفا روغتون ډاکټرانو د دغو جسدونو ترلاسه کول تایید کړي دي.
سره له دې چې له تېر اکتوبر راهیسې د غزې دوه کلنې خونړۍ جګړې د درولو لپاره اوربند اعلان شوی خو اسرائیلي ځواکونو خپلو ورځنیو بریدونو ته دوام ورکړی او د دغه تړون له پیل راهیسې یې نږدې ۷۶۰ تنه فلسطینیان وژلي دي.
د غزې د روغتیا وزارت وایي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د وژل شویو کسانو ټولیز شمېر ۷۲ زره ۳۳۶ تنو ته رسېدلی او د اوربند له اعلان وروسته تر اوسه ۲ زره ۱۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
