د هېواد د سوداګرو یو لوړپوړي پلاوي د ازبکستان په فرغانه ښار کې د ۴۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ نوي سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
د ازبکستان د «دونیو» خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو تړونونو کې د نساجۍ، د خامو موادو چمتو کولو، درمل جوړولو او د نورو تولیدي صنایعو برخې شاملې دي.
د افغان پلاوي مشري د پانګونې په چارو کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال زلګي عظیمي کوله، چې ورسره عبدالله رحیمي، سید احمد نورزاد او عبیدالله هوتک هم ملتیا کوله.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ میاشتې په پای کې د طالبانو ادارې او ازبکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۳۲ غړو لرونکې ګډه سوداګریزه شورا هم جوړه کړې، ترڅو اقتصادي اړیکې لا پسې پراخې کړي.
د ازبکستان د احصایې ملي کمیسیون د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۵۳ سلنه وده کړې او ۱.۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
تر دې وړاندې هم د وري میاشتې په ۱۵مه د فرغانې ولایت په قوقان ښار کې د ۶۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ تفاهملیکونه لاسلیک شوي وو.
دغه راز د روانې میاشتې په پیل کې په کابل کې د نمنګان ولایت د والي او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په شتون کې د ۵۱۴ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ نور تفاهملیکونه هم لاسلیک شوي وو.
که څه هم ازبکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په سیمه کې یو له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره خورا پراخې سوداګریزې اړیکې پالي.
