په ننګرهار ولایت کې د سختو بارانونو او د کورونو د چتونو پریوتو له امله په جلا پېښو کې لږ تر لږه ۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په دې ولایت کې د طالبانو د والی د رسنیو دفتر وايي چې دا بوږنوونکې پېښې په شېرزادو، خوګیاڼو او هسکه مېنه ولسوالیو کې رامنځته شوې چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د شېرزادو ولسوالۍ د کندمک کوټګۍ په پبیانونو کلي کې د یوه کور د چت نړېدو له امله یوه ښځه او دوه ماشومان مړه شوي دي.
ورته مهال، د خوګیاڼو ولسوالۍ په پیرهخېلو مشري کلي کې هم د ورته پېښې له امله یو تن ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
د هسکې مېنې په دولتخېلو سیمه کې بیا د دوو کورونو چتونه راغورځېدلي چې له امله یې یو ماشوم مړ شوی او دوه نور کسان ژوبل دي.
په ننګرهار کې بارانونه لا هم په شدت سره دوام لري او ډېری خټین کورونه یې له جدي خطر سره مخ کړي دي.
ځايي مسؤلین وایي چې ټول نظامي او ملکي ارګانونه په پوره چمتووالي کې دي او د زیانمنو شویو خلکو د ژغورنې او مرستې لپاره په سیمو کې بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او مرګونو سېلابونو شاهدان وو.
د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، په هېواد کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله د مړو شمېر ۹۹ تنو ته لوړ شوی او تر ۱۵۴ ډېر نور ټپیان دي.
یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، غزني، کندهار او هرات په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې ۱۱ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
دغو ویجاړونکو سېلابونو نه یوازې ځاني تلفات اړولي، بلکې نږدې ۶۰۰۰ کورنۍ یې اغېزمنې کړې او تر ۳۶۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د راپورونو له مخې، څه باندې ۱۱ زره جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او د هېواد په کچه ۳۳۷ کیلومتره سړکونه هم تخریب شوي دي.
