په ننګرهار ولایت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو بارانونو او طبیعي پېښو له امله په جلا جلا واقعو کې ۶ تنه مړه شوي شوي او ۷ نور ټپیان دي.
ننګرهارکې د طالبانو د والی د رسنیو دفتر وايي، دا پېښې په پچيراګام، خوږیاڼو او سپین غر ولسوالیو کې د استوګنې د خونو د چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوې دي.
د رسنیو د دفتر په خبرپانه کې راغلي، تېره شپه شاوخوا دوه بجې د پچيراګام ولسوالۍ په «موسی خېلو» سیمه کې د یوې خونې چت پریوتی چې له امله یې ۳ ماشومان مړه شوي او ۳ نور کسان ټپیان دي.
ورته مهال، په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم یوه ورته پېښه شوې ده؛ دغلته د «احمد خېلو» په سیمه کې د چت نړېدو له امله ۳ نور ماشومان مړه شوي او یوه ماشومه ټپي ده.
خبرپاڼه زیاتوي د دې تر څنګ، د سپین غر ولسوالۍ په «کهي» سیمه کې هم د یو کور چت پریوتی چې پکې ۳ تنه ټپیان شوي دي.
سیمه کې د طالبانو امنیتي مسوولینو ویلي چې د پېښو ځایونو ته یې پر وخت ځانونه رسولي او ټپیان یې نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.
په ننګرهار کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو ډېری خټین کورونه زیانمن کړي، چې له امله یې د خلکو ژوند له جدي خطرونو سره مخ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې، په تېرو څو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۹۹ ته رسېدلی او تر ۱۵۴ ډېر نور ټپیان شوي دي. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې ۱۱ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست وړاندوینه کړې چې په راتلونکو دوو ورځ (دوشنبه او سه شنبه، د حمل ۱۷مه او ۱۸مه) کې به د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او ناڅاپي سېلابونو شاهدان واوسو.
چارواکو له خلکو غوښتي چې د سیندونو له غاړو او هغو سیمو چې د سېلابونو خطر پکې شته، لرې پاتې شي او د پېښو پر وړاندې د ولایتي کمېټو لارښوونې په جدیت سره عملي کړي.
