افغانستان

ننګرهار کې د سیلابونو او طبیعي پېښو له امله ۱۳ تنه مړه شوي

انځور ننګرهار کې وروستیو طبعي پېښو کې یو ویجاړ شوی کور

په ننګرهار ولایت کې د تېرې حوت میاشتې له ۲۸مې نېټې راهیسې د وروستیو طبیعي پېښو او سختو ورښتونو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

په دې ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وایي چې دې پېښو په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه کورنۍ ځپلي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر د وروستیو معلوماتو له مخې، ۹۵۱ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او ۱۱۹۵ کورنۍ په مستقیمه توګه له مالي زیانونو سره مخ شوې دي. د دې ترڅنګ ۴۵ دکانونه تخریب شوي او ۷ نور بیا په بشپړه توګه له منځه تللي، چې خلکو ته یې دروند مالي تاوان اړولی دی.

د رسنیو د دفتر خبر پاڼه کې راغلي چې سېلابونو د ننګرهار په بېلابېلو برخو کې ۴ کیلومتره سړکونه تخریب کړي او د اوبو ۱۹ شبکې، واړه بندونه او کانالونه یې زیانمن کړي دي.

دغه ویجاړۍ د سیمې د اوسېدونکو په تګ راتګ او د اوبو لګولو په سیسټمونو ناوړه اغېز کړی دی.

اعلامیه وړاندې وايي طبیعي پېښو نږدې ۹۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه ویجاړ کړي او د کروندګرو حاصلات یې له ضایع کړي دي. همدارنګه په دې موده کې د خلکو مالدارۍ ته هم زیات اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د «افغاني سرې میاشتې ټولنې» د شمېرو له مخې ویلي چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو او طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۶۱ کسان مړه شوي، ۱۱۶ تنه نور ټپیان شوي او ۴ تنه لا هم لادرکه دي

مجاهد زیاته کړې چې وروستیو بارانونو او سېلابونو شاوخوا ۲۴۴۸ استوګنیز کورونه په بشپړه او نیمایي ډول ویجاړ کړي دي.