په غزني ولایت کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله درې ماشومان مړه شوي دي.
په غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې دا پېښې په اجرستان، خوګیاڼو او مقر ولسوالیو کې رامنځته شوې او یو شمېر نور کسان پکې ټپیان شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په فراه کې هم د دېوال نړېدو له امله یو ماشوم مړ شوی و.
په ټولیزه توګه، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې په ټول هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله تر اوسه ۶۱ کسان مړه، ۱۱۶ ټپیان او ۴ تنه لادرکه دي.
د هغه په وینا، دغو سېلابونو ۲۴۴۸ کورونه، نږدې ۲۷ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او له زرو ډېر څاروي یې هم تلف کړي دي.
د هېواد په ډېری ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله لا هم یو شمېر لويې لارې او نښلوونکي سړکونه د ترافیکو پر مخ تړلي دي.
