د شانګهای همکارۍ سازمان پورې اړوند یوه سیمهییز امنیتي بنسټ په تاشکند کې د یوې ناستې پر مهال خبرداری ورکړی چې په افغانستان او سوریه کې «ترهګرو» ډلو خپلې جنګي وړتیاوې په بېساري ډول زیاتې کړي او دا موضوع د دغه سازمان د غړو هېوادونو امنیت ته یو جدي ګواښ دی.
د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د سیمهییز جوړښت د شورا ۴۵مه ناسته د جمعې په ورځ په تاشکند ښار کې ترسره شوه.
د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، غړو هېوادونو په دې ناسته کې د هغو ګواښونو د «بدلون او پیاوړتیا» په اړه اندېښنه څرګنده کړه چې د افراطي او بېلتون غوښتونکو ډلو له لوري راولاړېږي.
د شانګهای همکارۍ سازمان، چې له چین، روسیې، هند، پاکستان او د منځنۍ اسیا له یو شمېر هېوادونو جوړ یوه سیاسي او امنیتي بلاک دی، په وروستیو کلونو کې د دغه بنسټ له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر همغږۍ تمرکز ډېر کړی دی.
دا جوړښت د معلوماتو د تبادلې او د وسلهوالو ګواښونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو د همغږۍ د اصلي پلیټ فارم په توګه کار کوي.
دا خبرداری په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې دوامداره اندېښنې په ډاګه کوي.
سره له دې چې په هېواد کې دننه پراخې نښتې کمې شوي، خو د داعش د څانګو او نورو شبکو په ګډون وسلهوالې ډلې لا هم فعالې دي او د پولو هاخوا یې د بېثباتۍ په اړه اندېښنې راپیدا کړې دي.
د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه په منځنۍ اسیا کې، په وار وار اندېښنه ښودلې چې دا ډلې ښايي د افغانستان له اوسني وضعیت څخه د خپل ځان د بیا تنظیمولو، د نویو کسانو د جلبولو او له پولو هاخوا د خپلو فعالیتونو د پراخولو لپاره ګټه پورته کړي.
د شانګهای همکارۍ سازمان د سیمهییز جوړښت د شورا په اعلامیه کې د ترهګرۍ، افراطیت او بېلتون غوښتنې سره د مبارزې لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار شوی او د معلوماتو د تبادلې او د ګډو امنیتي اقداماتو د پراخولو غوښتنه شوې ده.
دا ناسته همدارنګه په سیمه کې پراخو تاوتریخوالو ته هم متوجه وه. شورا په ایران کې د وروستیو نظامي بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.
په اعلامیه کې د ځواک کارول «د نه منلو وړ» بلل شوي او له اړخونو غوښتل شوي چې خپل منځي اختلافات د خبرو اترو او د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتونو د منشور مطابق حل کړي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په سیمه کې جیوپولیټیکه ناڅرګندتیا زیاته شوې او په منځني ختیځ او سویلي اسیا کې هم مهاله بحرانونو د لا پراخې بېثباتۍ په اړه اندېښنې راپارولې دي.
شنونکي وايي په افغانستان کې د یاغي ډلو د فعالیتونو هر ډول زیاتوالی کولای شي د دغه هېواد له پولو هاخوا اغېزې ولري، په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو لپاره چې له امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دي.
