کازان خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې د روانې می میاشتې په اوږدو کې د «کازان فورم» په څنډه کې د روسیې (تاتارستان جمهوریت)، ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د ایران له لارې پرته د یوه ټرانزیټي دهلېز د رامنځته کولو لپاره درې اړخیزه هوکړه لاسلیک شي.
د راپور له مخې، دا لاره د «شمال – سویل» دهلېز د بدیل په توګه مطرح شوې، ځکه چې په ایران کې د جګړو له امله د دغه دهلېز کارول له ستونزو سره مخ شوي دي.
په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز رییس، رستم حبیبولین د پنجشنبې په ورځ ویلي چې دا دهلېز د روسیې او افغانستان ترمنځ د مالونو د لېږد لپاره یوه نوې لاره ثابتېدای شي او همدارنګه د هغو اروپايي او اسیايي شرکتونو لخوا کارول کېدای شي چې د ټرانسپورټ د ډاډمنو لارو په لټه کې دي.
په راپور کې راغلي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د دغې طرحې له اصلي ملاتړو څخه ګڼل کېږي او ټاکل شوې چې لومړنۍ جوپې له تاتارستان څخه افغانستان ته واستول شي.
دغه راز ویل شوي چې د تاتارستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، اولګ کوروبچنکو دا موضوع له نږدې څاري.
کازان خبري اژانس زیاته کړې چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د تاتارستان د حلال محصولاتو لپاره په یو مهم بازار بدل شوی دی.
د راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د ۵۱.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت حلال محصولات پیرلي چې د تېر کال په پرتله پکې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. خو د دغو وارداتو لویه برخه په غیر مستقیم ډول او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې ترسره شوې ده.
