افغانستان

په ټول هیواد کې د سېلابونو او تېزو بادونو د راوتلو اټکل شوی

انځور له ارشیف څخه

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د وري تر ۱۲مې نېټې پورې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او ویجاړوونکو سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

 دغه وزارت په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، بادغیس، فاریاب، غور، دایکنډي، اروزګان، کندهار، زابل، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، بامیان، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، سمنګان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندوز او تخار ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ څخه تر ۵۰ ملي مترو پورې او د باد چټکتیا په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۵ کیلومترو پورې ښودل شوې، چې ښايي درانه زیانونه واړوي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په تېرو پنځو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې لږترلږه ۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

له هېوادوالو غوښتنه شوې چې د ځاني زیانونو د مخنیوي لپاره د سیندونو او د غرو له لمنو لرې اوسي.