ښځې

کندهار کې یوې مېرمنې له ښوونځیو پاتې نجونو ته په کور کې د زده‌کړو زمینه برابره کړې

د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کې د سينا ناصري په نوم يوې ۲۳ کلنې مېرمنې د خپل کور په يوه تياره کوټه کې د هغو نجونو لپاره د ښوونځيو د مضمونو د تدرس بهير پیل کړی، چې له شپږم ټولګي پورته دي او ښوونځي يې دا مهال تړلي دي.

د سينا ناصري په همدې شخصي ټولګي کې د ورځي دوه ځله لسګونه له ښوونځيو بې‌برخې نجونې په بېلابېلو وختونو کې زده‌کړي کوي.

اغلې ناصري وایي: «دلته د ورځي تر څلوېښتو زياتې نجونې د زده‌کړو لپاره راځي او زه ورته څو ساعته درس ورکوم، دا کار سخت دی، خو مجبوریت دی.»

ټولګي ته د سیمي راغلې له شپږم ټولګي د پورته ټولګيو زده‌کوونکې که څه هم د زده‌کړو له دې فرصت څخه خوشحاله دي، خو له طالبانو غواړي چې نور يې پر مخ د ښوونځيو تړلې دروازې پرانيزي.

یوې له دغو نجونو د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «ما تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړې کړې دي، خو اوس مې زده‌کړي نٍیمګړې پاتې دي. غوښتنه کوم، چي زموږ ښوونځي پرانیستل شي، تر څو خپلي زده‌کړي بشپړې کړم.»

د ټولګي ښوونکې سينا ناصري بيا د درسي توکو او مناسب درسي چاپېريال له نشتون څخه سر ټکوي.

اغلې ناصري وایي، که د درسي توکو مرسته ورسره وشي، نو د درس اغېز به یې زيات وي.

تر ۴۰۰ زياتې ورځې کېږي، چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي. طالب مسوولينو ویلي، چې د نجونو د زده‌کړو لپاره د يوې کړنلارې پر جوړولو بوخت دي؛ خو دا چې دغه کړنلاره او د نجونو د زده‌کړو پروړاندې محدودیت به کله له منځه ولاړ شي روښانه نه ده.