افغانستان

پنجشېر، تخار او سمنګان کې د سېلابونو له امله تړل شوې لارې بېرته پرانیستل شوې

انځور- پنجشیر کې د یوې لارې د پرانیستل

د طالبانو تر ادارې لاندې د فواید عامې وزارت وايي هغه لارې چې په پنځشېر، تخار او سمنګان ولایتونو کې د سېلابونو له امله تړل شوې وې، بېرته .پرانیستل شوې دي.

دا سړکونه په تېرو پنځو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوي وو.

د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په ایکس (X) کې لیکلي چې په دغو لارو کې په پنځشېر کې د دشتک، زمانکور، دالان سنګ او پل نیلاب سیمې، په تخار ولایت کې د نمک‌اب ولسوالۍ او تالقانو ښار ترمنځ وصلوونکی سړک او په سمنګان ولایت کې د خرم و سارباغ ولسوالۍ او د مرکز ایبک ښار ترمنځ عمومي سړک شامل دي.

هغه زیاته کړې چې د سمنګان ولایت د روی دواب ولسوالۍ لاره د پل ملاعلي په سیمه کې لا هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده او د پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ډېری ولایتونه په تېرو پنځو ورځو کې د سختو بارانونو او مرګونو سېلابونو شاهدان وو.

تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د رسېدنې ملي ادارې ویلي وو چې د لومړنیو شمېرو له مخې، په تېرو پنځو ورځو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، د ځمکې ښوېدنې او تالندې له امله په بېلابېلو ولایتونو کې لږترلږه ۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.