افغانستان

طالبان: کاپیسا کې سېلابونو ۴۰ استوګنیز کورونه ویجاړ کړل

انځور- کاپیسا کې سیلابونه

په کاپیسا کې د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رئیس، محمد صابر احمد ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د وروستیو .سېلابونو له امله شاوخوا ۴۰ استوګنیز کورونه او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده

د هغه په وینا، دا کورونه د کاپیسا د مرکز اړوند په کوز بلوچ‌خېل، بر بلوچ‌خېل، چوني، محمودخېل، قصابان، هروکي سفلا او کره‌تاز کلیو کې په «بشپړ او جزوي» ډول زیانمن شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې ادارې دغه سیمه‌ییز چارواکي زیاته کړې چې د استوګنیزو کورونو د ویجاړېدو ترڅنګ؛ د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې «په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه د اوبو ویالې» هم ویجاړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ډېری ولایتونه په تېرو پنځو ورځو کې د سختو بارانونو او مرګونو سېلابونو شاهدان وو.

تر دې وړاندې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د رسېدنې ملي ادارې ویلي وو چې د لومړنیو شمېرو له مخې، په تېرو پنځو ورځو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، د ځمکې ښوېدنې او تالندې له امله په بېلابېلو ولایتونو کې لږترلږه ۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.