منځنی ختیځ

ټرمپ د ایران د انرژۍ د مرکزونو د ویجاړولو ګواښ وکړ

ایران د دوشنبې په ورځ دوبۍ ته نږدې یوه لویه تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړه او اور یې ورته واچاوه. ورته مهال، ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د هرمز تنګی پرانیستی ونه ساتي، امریکا به د دغه هېواد د انرژۍ فابریکې او د تېلو څاګانې په بشپړ ډول له منځه یوسي.

پر «السالمی» بېړۍ چې د کویټ په بیرغ بار وه، دا برید د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په سیمه کې د بې پېلوټه الوتکو او توغندیو د هغو بریدونو لړۍ ده چې د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران له برید وروسته پیل شوې دي.

په دغه بېړۍ کې شاوخوا ۲ میلیونه بېرله تېل بار وو چې ارزښت یې له ۲۰۰ میلیونو ډالرو زیاتېږي. د دوبۍ چارواکو ویلي چې اور یې کنټرول کړی او چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

د دغه برید له امله په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې. په امریکا کې د پټرولو بیه په تېرو دریو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له ۴ ډالرو (فی ګیلن) واوښته

دې وضعیت د ټرمپ او د هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره د نومبر د ټاکنو په درشل کې یو لوی سیاسي جنجال جوړ کړی، ځکه هغه ژمنه کړې وه چې د تېلو بیې به راکموي

د امریکا د ۸۲مې هوايي فرقې زرګونه سرتېري سیمې ته رسېدلي دي. سپینې ماڼۍ ویلي چې ټرمپ غواړي د اپریل تر ۶مې له تهران سره یوې هوکړې ته ورسېږي، خو که د هرمز تنګی بندښت سمدستي پای ته ونه رسییږي، هغه به د ایران د برېښنا فابریکې، د تېلو څاګانې او د خارک ټاپو په بشپړ ډول والوزوي.

 بلخوا ایران د امریکا د سولې وړاندیزونه “غیر واقعي او غیر منطقي” بللي او ویلي یې دي چې دوی یوازې له ځانه دفاع کوي.