سوداګري

پاکستان له ایران سره له بانکي تضمینونو پرته سوداګري و غځوله

انځور له ارشیف څخه

د پاکستان فدرالي حکومت په یو تازه اقدام کې خپلو صادرونکو ته اجازه ورکړې چې ایران، منځنۍ اسیا او اذربایجان ته د خوراکي توکو او درملو صادرات د بانکي تضمینونوله جبري کارولو پرته پر ځمکنیو لارو ترسره کړي

دا پرېکړه چې د روان کال د مارچ له ۲۴مې څخه د جون تر ۲۱مې پورې د اعتبار وړ ده، په داسې حال کې کېږي چې د سیمې په جیو-پولیټیک وضعیت کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي

د نړیوالو معیارونو له مخې، دا ګام د پاکستان لخوا د خپلو هغو سوداګرو لپاره یوه لویه اسانتیا ده چې د نړیوالو بانکي بندیزونو له امله یې له ایران سره په راکړه ورکړه کې ستونزې درلودې

یو شمېر اقتصادي شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان دغه ګام یوازې یوه سوداګریزه اسانتیا نه ده، بلکې د افغانستان پر جغرافیا د تکیې کمولو یوه ستراتیژیکه هڅه هم بلل کېدای شي

د تورخم او سپین بولدک په لارو کې د دوامداره ستونزو او له طالبانو سره د ترینګلو اړیکو په ترڅ کې، اسلام اباد هڅه کوي چې د ایران «جیرک، کوهک او ریمدان» سرحدونه د منځنۍ اسیا له بازارونو سره د نښلېدو لپاره د «بدیلې لارې» په توګه وکاروي

د دغې پرېکړې له مخې، ۱۰ ډوله اساسي خوراکي توکي لکه وریژې، غوښه، مېوې او سبزیجات به د کوم مالي خنډ پرته صادرېږي

فدرالي حکومت دا اوږدمهاله اسانتیا د دې لپاره تمدید کړې چې د رسمي مالي چینلونو په نشتوالي کې له ایران سره د پوله ایزې سوداګرۍ ملاتړ و شي، خو صادرونکي لا هم مکلف دي چې یو ضمانت لیک (Undertaking) وسپاري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د صادراتو پیسې به په ټاکلي وخت کې هېواد ته راستنېږي

د چارو ځینې شنونکي وايي دا اقدام د پاکستان لپاره د سمندري لارو د ناامنۍ (د خلیج کړکېچ) په وړاندې یو وقایوي تدبیر دی، خو د افغانستان لپاره دا مانا لري چې پاکستان غواړي د سیمه‌ییز ټرانزیټ په برخه کې د کابل رول تر خپلې اغېزې لاندې راولي

له بلې خوا افغان سوداګر او شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان دغه ډول یو اړخیزه اقدامات او له ګاونډیو سره دښمني به په سیمه کې د ټرانزیټي نظم د لا خرابېدو لامل شي، خو په مقابل کې افغان حکومت ته هم په کار ده چې د چابهار او نورو بدیلو لارو په پیاوړتیا سره د پاکستان پر جغرافیا خپله اړتیا صفر ته ورسوي

پاکستان د پنجګور په «جیرک» سیمه کې د نوي ګمرکي سټیشن په پرانیستلو سره د ایران له لارې خپله پنځمه رسمي سوداګریزه لاره فعاله کړه

پاکستان له ۲۰۱۶ کال راهیسې له ایران سره د بانکي بندیزونو له امله په سوداګرۍ کې ستونزې لرلې، خو اوس یې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا پر ځای د ایران لاره د «بدیل» په توګه غوره کړې ده

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې له کابل سره د اسلام اباد اړیکې ترینګلې دي او پاکستان هڅه کوي چې د تورخم او سپین بولدک پر ځای د ایران له لارې پر افغانستان خپله ټرانزیټي تکیه کمه او کابل تر اقتصادي فشار لاندې راولي