د ملګرو ملتونو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې په لبنان کې یوازې په دریو اونیو کې له ۳۷۰ زرو ډېر ماشومان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي
دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو سختو بریدونو او د سیمو د خالي کولو ډلهییزو امرونو د دغه هېواد په تاریخ کې د نفوسو یو له ترټولو ګړندیو او لویو بېځایه کېدلو لامل شوی دی
اسرائیلو په لبنان کې د ایران له جګړې سره په موازي ډول درانه هوايي بریدونه او ځمکني عملیات پیل کړي دي؛ دا وروسته له هغه چې د لبنان د حزبالله جنګیالیو د مارچ په دویمه نېټه له تهران سره د پیوستون په موخه پر اسرائیلو ډزې وکړې
په لبنان کې د یونیسف استازي، مارکولویګي کورسي، د بېځایه کېدو کچه «حیرانوونکې» وبلله او ویې ویل چې هره ورځ ۱۹ زره ماشومان بېکوره کېږي، چې ډېری یې له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې د دویم یا درېیم ځل لپاره بېځایه شوي دي
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې خبرداری ورکړی چې لبنان له یو ژور بشري کړکېچ سره مخ دی چې اوس د یو بشپړ ناورین په لور روان دی
د UNHCR د معلوماتو له مخې، د مارچ له دویمې راهیسې له یو میلیون څخه ډېر خلک — یعنې له هرو پنځو اوسېدونکو څخه یو تن د خپل کورو پرېښودو ته اړ شوی دی
په لبنان کې د دغې ادارې استازې، کارولینا لیندولم بیلینګ، له بیروت څخه خبریالانو ته وویل چې ارقام په دوامداره توګه لوړېږي او دا یو ژور بشري کړکېچ دی چې دوی یې پر ډګر ویني
نوموړې زیاته کړه: «له ۱۳۶ زرو ډېر بېځایه شوي خلک په ۶۶۰ ډلهییزو پناه ځایونو کې مېشت دي چې ډېری یې ښوونځي دي او د ګنجایش څخه زیات ډک شوي دي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۶۰ میلیونه ډالرو عاجلې مرستې غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې اړتیاوې تر شته منابعو ډېرې ګړندۍ مخ په زیاتېدو دي
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) هم وویل چې امیندواره ښځې په لنډمهاله پناه ځایونو کې په داسې حال کې ماشومان زیږوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی یې خورا محدود دید
دغې ادارې استازي، ګیلان المسیري، وویل چې دا پناه ځایونه (لکه د ښوونځیو ټولګي) د اوږدې مودې مېشتېدو لپاره ندي جوړ شوي
سرې میاشتې او د سرې میاشتې نړیوال فدراسیون (IFRC) وویل چې د لبنان سره میاشت په کورنیو باندې د کمپلو، توشکو، خواړو، ډوډۍ او د څښاک پاکو اوبو په وېشلو بوخته ده
د دغه فدراسیون ویاند، توماسو ډیلا لونګا، وویل چې د لبنان سره میاشت د امبولانسونو اصلي وړاندې کوونکې ده،هغه زیاته کړه: «د مارچ له ۲مې تر ۲۳مې پورې، د سرې میاشتې ډلو ۲۷۵۴ د امبولانس ماموریتونه او ۱۱ د لټون او ژغورنې عملیات ترسره کړي دي.»
ډیلا لونګا دا هم وویل چې د امبولانس ماموریتونو پر مهال د سرې میاشتې یو رضاکار وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي
د اسرائیلو پوځ د جمعې په ورځ د بیروت پر سویلي سیمو بریدونه یو ځل بیا تېز کړل او ویې ویل چې د حزبالله تاسیسات په نښه کوي
بلخوا حزبالله ویلي چې د هېواد په سویل کې یې له دښمن سره مخامخ نښتې کړې دي. د لبنان رسمي خبري اژانس (NNA) د بیروت په سویل کې د «تحویطة الغدیر» پر سیمه د برید خبر ورکړی
د روغتیا وزارت وویل چې د صیدا په سویل کې پر «سکسکیه» ښارګوټي برید ۴ تنه وژلي دي، په داسې حال کې چې د بقاع په ختیځ کې په یو بل برید کې «یوه امیندواره ښځه چې غبرګوني ماشومان یې په ګېډه وو» وژل شوې ده
