جروزالم پوسټ اسرائیلي رسنۍ راپور ورکړی چې د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو(آی ډي ایف) لوی درستیز جنرال ایال زمیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دغه هېواد اوس مهال د سرتېرو له یو داسې سخت کمښت سره مخ دی چې ښایي ډېر ژر د اسرائیلي پوځ د بشپړ پاشل کېدو او نظامي سقوط لامل شي
جنرال زمیر دا ټکان ورکوونکی خبرداری د تېرې چهارشنبې په ورځ د اسرائیلو د امنیتي کابینې په یوه ډېره حساسه او پټه غونډه کې ورکړی او ټینګار یې کړی چې که چېرې د بشري ځواک د کمښت ستونزې ته سمدستي او بنسټیزه حللاره پیدا نه شي، نو پوځ به نور ونشي کړای چې په جبهو کې خپل عملیاتي ظرفیت وساتي
د “جروزالم پوسټ” او نورو باوري نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیلو پوځ اوس مهال په څو جبهو کې له سختو ننګونو سره لاس او ګرېوان دی چې تر ټولو لویه ستونزه یې د فزیکي او رواني ستړیا له امله د احتیاطي یا ریزرف ځواکونو نشتوالی دی
دغه جنرال په ډاګه کړې چې په غزه او د لبنان په شمالي پولو کې د جګړې اوږدېدل د دې لامل شوي چې سرتېري خپله روحیه له لاسه ورکړي او د جګړې په ډګر کې د نویو ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره هیڅ بدیل شتون ونلري
د دې ترڅنګ، په اسرائیلو کې دننه د مذهبي یهودانو یا “حریدي” طبقې د عسکرۍ د قانون پر سر سیاسي ناندرۍ او په حکومت کې دننه سخت اختلافات هم د دې بحران لویه برخه جوړوي
لوی درستیز په خپلو خبرو کې اشاره کړې چې د نویو سرتېرو د جذب پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ ده او له بلې خوا د پوځ دننه ګڼ شمېر لوړپوړو افسرانو د جګړې د مدیریت پر سر د اختلافاتو له امله له خپلو دندو استعفاګانې پیل کړې دي
د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د لوی درستیز دا خبرداری ښيي چې د اسرائیلو نظامي ماشین نور د تېر په څېر د جګړې د مخته وړلو توان نه لري او دغه هېواد د خپل تاریخ له یو تر ټولو سخت نظامي او امنیتي بحران سره مخ دی چې د جګړې په ټولو جبهو کې د ماتې خطر ورسره زیات شوی دی
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې اسرائیلو سویلې لېبنان ته د خپلو ځمکنیو عملیاتو د پراخولو په ترڅ کې نور تازه دمي سرتېري هم استولي دي
ورته مهال، د لېبنان لومړي وزیر خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو دا کړنې او څرګندونې د لېبنان ملي حاکمیت ګواښي او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
