په اروزګان ولایت کې یو شمېر ځوانان وايي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو وروسته یې خپلې کاري فرصتونه له لاسه ورکړي دي
دغه ځوانان چې وړاندې به یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د توکو په لېږد رالېږد سره د خپل ژوند نفقه ګټله، اوس وايي چې وزګار شوي دي
د دوی په وینا، د په هېواد کې دننه هم ورته هیڅ ډول کاري زمینه نه ده برابره او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي
دا ځوانان چې د کار په لټه کې دي، وايي چې تر دې وړاندې به یې پاکستان ته په تګ راتګ او راکړه ورکړه ژوند کاوه، خو اوس د لارو په تړل کېدو دا شونتیا هم له منځه تللې ده
د اروزګان اوسېدونکی محمد اخګر وايي: «پاکستان خپلې لارې زموږ پر مخ تړلې دي او ایران ته هم نه شو تللی، په پاکستان کې هم شرایط بد دي او نور هغه هېواد ته نه شو تللی.»
یو بل اوسېدونکی عزیزالله وايي: «اصلاً پاکستان ته تګ نه کېږي، لارې تړل شوې او نرخونه هم لوړ شوي؛ د یوې بوجۍ اوړو بیه ۱۵۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.»
کمال، چې د اروزګان اوسېدونکی دی، زیاتوي: «موږ ډېر وزګار یو، په خپله سیمه کې مو هیڅ کار نشته او په کور کې هم د خوړلو څه نه لرو».
بلخوا، یو شمېر کارګرې ښځې چې د خپلو کورنیو ډوډۍ راوړونکې دي، هم وايي چې کاري فرصتونه ورته محدود شوي دي
د دوی په وینا، کوچني او سیمه ییز کارونه لکه د وړیو څرخول نه شي کولی د ژوند لګښتونه پوره کړي
قمري ګل، چې د اروزګان اوسېدونکې ده، وايي: «په کور کې د خپلو ماشومانو لپاره د خوړلو څه نه لرم، ژوند مې په وړیو څرخولو تېرېږي، یوه کیلو وړۍ په ۵۰ افغانۍ څرخوم، په همدې پیسو باید د ماشومانو لګښت پوره کړم، په داسې حال کې چې هغوی ناروغه کېږي او درملنې ته هم اړتیا لري.»
اروزګان د افغانستان یو له سویلي ولایتونو څخه دی چې د خلکو اقتصاد یې تر ډېره ایران او پاکستان ته په تګ راتګ پورې تړلی دی، خو اوس د دغو هېوادونو د پولو او لارو په تړل کېدو سره د دغه ولایت د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه سخت کم شوي دي
