په هلمند کې د سختو بارانونو له امله د یوه کور د چت پرېوتو په پېښه کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون درې تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي
په هلمند کې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دې پېښې په تایید سره ویلي، چې دغه کور د سنګین ولسوالۍ په «امان الله کاریز» کلي کې نړېدلی دی.
د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ، دا پېښه نن چهارشنبه د سهار شاوخوا ۴:۰۰ بجې شوې ده.
طالبانو زیاته کړې چې د دې پېښې ډېری ټپیان هم ښځې او ماشومان دي او د درملنې لپاره سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.
