روغتیا

طالبان: «نارینه ډاکتران باید د ښځو درملنه ونه کړي»

د طالبانو یو چارواکی وایي چې د عامې روغتیا یوه تازه کړنلاره جوړه کړې چې له مخې یې نارینه ډاکتران باید د ښځو درملنه ونه کړي او د روغتیايي بنسټونو فعالیت باید د «اسلامي شریعت» پر بنسټ وي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د مرستیالۍ سرپرست حسن غیاثي تېره ورځ په کابل کې په یوه ناسته کې وویل، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې ډلې له لوړپوړو چارواکو روښانه کړنلارې ترلاسه کړې ترڅو خپل پروګرامونه له شریعت څخه په دقیق تفسیر سره برابر کړي.

د هغه په وینا، د نوې پالیسۍ له مخې چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د مشر له خوا وړاندې شوې دي، د ښځو درملنه باید د ښځو له خوا وشي.

د سرچینو په وینا د ښځو او نارینه‌وو د خونو جلا کول، په لرګیو سره د فضاوو جلا کول او په دهلیزونو کې پارتېشن او په ځینو روغتونونو کې د ښځو او نارینه‌وو د عملیاتونو لپاره د ورځو ځانګړي کول او په اداري بستونو کې د غیرمسلکي کسانو زیاتېدل د طالبانو د روغتیا په وزارت کې د شته ستونزو له جملې دي.

۴۲ کلنه شبانه چې د درملنې لپاره له غزني ولایت څخه کابل ته راغلې، وایي چې جمهوریت روغتون ورته ویلي چې د طالبانو د نوي فرمان له مخې نارینه نه شي کولای د ښځو درملنه وکړي.

شبانه وایي: «په اصل کې ناروغانو ته پاملرنه نه کېږي او ډېری یې د امکاناتو د نشتول په پلمه ځواب کېږي. زه هم اړ شوم چې یوه خصوصي روغتون ته ولاړه شم او ډېرې پيسې ورکړم.»

له بلې خوا، په دولتي روغتونونو کې یو شمېر ډاکتران وايي چې د مسلکي او تجربه لروونکو ډاکترانو له کمښت سره مخ دي او د کابل د طب پوهنتون ډېری استادان په ځینو روغتونونو کې په کار بوخت دي.

طالبانو همداراز دوی ته ویلي چې له دې وروسته، یوازې ښځینه ډاکترانې د ښځینه ناروغانو درملنه کولای شي.

یو ډاکتر چې د کابل په یوه پوځي روغتون کې په کار بوخت دی او اجازه نه ورکوي نوم یې په دې راپور کې خپور شي، وایي چې د تېر په پرتله ۴۰۰ متخصص ډاکتران کم شوي دي.

د میاشتني معاش نه ورکول، د تشکیلاتو تنقیض، د مسلکي معاشونو حذفول او د محدودیتونو زیاتوالی او پر ښځو د طالبانو له خوا د محدودیتونو زیاتوالی، ددغو ډاکترانو د ناهیلۍ اصلي لاملونه بلل کېږي.

ددغه ډاکتر په وینا، په روغتونونو کې د ښځینه کارکوونکو کمښت، د تجربه لروونکو او مسلکي ډاکترانو نه شتون او همداراز د روغتونونو په مهمو بستونو کې د مسلکي ډاکترانو نه ټاکل کېدل، د ډاکترانو په وړاندې ننګونې دي.

له بلې خوا، د خیرخانې مېنې په ۱۰۲ بستریز روغتون کې یو شمېر ښځینه ډاکتران وايی چې ډېری همکاران یې د شته ننګونو له امله له هېواده بهر ته تللي او لږ شمېر د کم معاش او ګواښونو له امله، دندې پرېښې دي.

نارینه ډاکتر له پټې دروازې عملیات خونې ته د ننه کېږي

له ننګرهار ولایته هم د ښځینه ناروغانو د عملیات لپاره نارینه ډاکترانو ته د اجازې نه ورکولو راپورونه رارسېدلي دي.

یوه ډاکتر چې د ننګرهار ولایت په یوه خصوصي روغتون کې کار کوي، په دې اړه د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «د عملیات پرمهال چې ناروغ ته د انستیزي په تزریق کې باید ډېر احتیاط وشي او نارینه ډاکتران باید دغه کار ترسره کړي، هغوی په پټه توګه عملیات خونې ته دننه کېږي او د انستیزي له تطبیق وروسته بېرته په پټه وځي او نور پاتې عملیات ښځینه ډاکترانې پرمخ بیایي.»

په همدې حال کې، د طالبانو د عامې روغتیا په وزارت کې خبرې سرچینې په روغتونونو کې د متخصصینو د کمښت لامل د هغوی د اولادونو ناڅرګند راتلونکی، د بیو لوړوالی او د ډاکترانو پروړاندې شته ګواښونه ګڼي او وایي چې همدا موارد د دې لامل شوي چې ډېری ډاکتران له هېواده ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې د زده‌کړو له دوام او همداراز کار ته له تلو بې‌برخې شوې دي او د هېواد ډېری کدرونه د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له هېواده وتلي او کډوال شوي دي او ځینې یې هم خپل کار ته د بېرته ستنېدو لپاره له طالبانو وېره لري.