امنیت

د بښنې نړیوال سازمان: په کابل کې پر «امید» مرکز برید جدي اندېښنې راپارولې دي

انځور- کابل کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز چې پاکستان پرې برید وکړ

د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر «امید» مرکز د پاکستاني جنګي الوتکو برید ته په غبرګون کې تازه څرګندونو کې ویلي، چې دغه برید د نړیوالو بشردوستانه حقوقو په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان د سیمه‌ییزې برخې مرستیالې، ایزابل لاسي د دغه برید په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، که څه هم د وژل شویو کسانو ټول شمېر لا په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی، خو دا روښانه ده چې دغه برید د ملکي وګړو ترمنځ د پام وړ مرګ‌ژوبلې لامل شوی، چې لږترلږه تر سلګونو کسانو ته رسېږي.

لاسي په خپله اعلامیه کې وویل: «دا په ښه توګه مستند شوې چې د فینیکس کمپ لویه برخه، چې پخوا د ناټو یو کمپ و، له ۲۰۱۶ کال راهیسې د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د بیارغونې د مرکز په توګه فعالیت کاوه. د پاکستان پوځ باید د دغه برید تر ترسره کولو وړاندې د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو د ژوند ژغورلو لپاره ټول ممکن احتیاطي تدابیر نیولي وای. هر ډول معقوله ارزونه او د معلوماتو راټولول به دې پایلې ته رسېدلي وای چې په دغه کمپ کې د ملکي وګړو حضور خورا زیات و».

د بښنې نړیوال سازمان دغې چارواکې ټینګار کړی چې د پاکستان پوځ باید د دغه برید تر ترسره کولو وړاندې د ملکي وګړو د ژوند او ملکي تاسیساتو د خوندي ساتلو لپاره ټول ممکن احتیاطي ګامونه اخیستي وای.

ایزابل لاسي زیاته کړې، حتی که د دغه کمپ دننه د وسلو کومه ډیپو هم موجوده وای، د برید پرېکړه باید د هر ډول هغې زیاتې کچې زیان په پام کې نیولو سره شوې وای چې احتمالاً ملکي وګړو ته رسېده.

هغه زیاتوي چې د مړینې او ویجاړۍ کچه دا جدي پوښتنې راپورته کوي چې ایا پاکستاني پوځ د تناسب کافي ارزونه کړې وه او د هدف په اړه یې د معلوماتو راټولولو او ملکي وګړو ته د زیان کمولو لپاره ټول لازم اقدامات کړي وو که نه.

په دغه بیان کې له پاکستاني چارواکو غوښتل شوي چې باید روښانه کړي د کومو معلوماتو پر بنسټ یې دا اقدام کړی او د تایید لپاره یې کوم ګامونه اخیستي وو.

لاسي وایي: «دوی (پاکستاني چارواکي) باید همداراز د دغه برید د شرایطو او له امله یې د ملکي تلفاتو په اړه خپلواکې، بې‌پرې او پر وخت څېړنې وکړي او پایلې یې د ځواب ویلو د تضمین په موخه عامه کړي.»

د بښنې نړیوال سازمان همداراز له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته په کلکه ژمن پاتې شي او د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو، په ځانګړې توګه د روغتونونو او نورو روغتیایي مرکزونو د ساتنې لپاره عاجل ګامونه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني جنګي الوتکو د روانې میلادي میاشتې په ۱۶مه شپه پر کابل څو بریدونه وکړل، چې د کابل په ختیځ کې د روږدو کسانو روغتیایي مرکز یو له هغو ځایونو و چې بمبار شو.

د «آمو» ټلویزیون د موندنو پر بنسټ، چې په سیمه کې یې له څو سرچینو سره خبرې کړې دي، په دغه روغتیایي مرکز کې لږترلږه شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ملکي وګړي او ناروغان وو.