منځنی ختیځ

د ټرمپ له خبرداري وروسته، ایران په خلیج کې د اوبو او انرژۍ په تاسیساتو د برید ګواښ وکړ

انځور له ارشیف څخه

ایران خبرداری ورکړی چې که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د برښنا پر شبکې د برید ګواښ عملي کړي، دوی به په خلیج کې د انرژۍ او اوبو پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه وکړي. دې چارې په سیمه کې د پراخو ګډوډیو وېره رامنځته کړې، ځکه دا سیمه د څښاک اوبو لپاره په پراخه کچه د مالګینې اوبو پر تصفیه تکیه لري.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ماښام ۷:۴۵ بجو (ختيځ وخت) پورې مهلت ټاکلی او خبرداری یې ورکړی چې که تهران په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی په بشپړه توګه خلاص نه کړي، متحده ایالات به د ایران د برښنا پر سټیشنونو بریدونه وکړي.

د ملکي تاسیساتو د په نښه کولو احتمال د تېلو بازارونه یو ځل بیا ولړزول او په اسیا کې د سوداګرۍ په پیل کې د تېلو بیې بې ثباته شوې.

سره له دې چې د امریکا او اسراییلو درې اوونۍ سختو بمباریو د چارواکو په وینا د ایران توغندیزه وړتیا کمه کړې، خو تهران لا هم د ځواب ورکولو وړتیا ښکاره کوي.

تېره شپه د تل ابیب په ګډون د اسراییلو په مرکزي او شمالي برخو کې د خطر زنګونه وغږېدل. بلخوا، د اسراییلو پوځ وویل چې په تهران کې یې پر یوې پوځي اډې او د وسلو پر زېرمو بریدونه بشپړ کړي دي.

د ایران د پوځ ویاند ابراهیم ذوالفقاري وویل: «که د دښمن له خوا د ایران د سون توکو او انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو برید وشي، نو په سیمه کې د امریکا او د هغوی د متحد رژیم ټول د اوبو تصفیې او معلوماتي ټکنالوژۍ تاسیسات به زموږ هدف وي.»

که څه هم پر برښنا بریدونه ایران ته زیان رسولی شي، خو د خلیج ګاونډیو هېوادونو لپاره به دا ویجاړونکي وي. په بحرین او قطر کې ۱۰۰٪ د څښاک اوبه له سمندري اوبو څخه ترلاسه کېږي، په متحده عربي اماراتو کې ۸۰٪ او په سعودي عربستان کې ۵۰٪ اوبه د همدې تصفیه کونکو فابریکو له لارې برابرېږي چې په برښنا چلېږي.

د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف پر اېکس (X) لیکلي چې که د ایران پر برښنا کوټونو برید وشي، په منځني ختیځ کې حیاتي تاسیسات به «د نه جبرانېدونکي ویجاړۍ» سره مخ شي.

د ایران سپاه پاسداران هم وویل چې د هرمز تنګی به تر هغه وخته تړلی پاتې وي چې د دوی ویجاړ شوي برښنا کوټونه بیا جوړ نشي.

د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په دې جګړه کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. دا جګړه د ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې د تېلو تر ټولو بد بحران بلل کېږي، چې تېره اوونۍ یې په اروپا کې د ګازو بیې ۳۵٪ پورته کړې.

اسراییلي جنرال اېفي ډېفرین خبریالانو ته وویل چې دوی پر ایران پرله پسې بریدونو ته دوام ورکوي او تمه لري چې د ایران او حزب الله پر وړاندې به «نورې اوونۍ جګړه» هم روانه وي.

حزب الله هم د اسراییل پر شمالي سیمو په سلګونو توغندي ویشتلي دي. اسراییل خپلو سرتېرو ته امر کړی چې په لبنان کې د «لومړۍ کرښې په کلیو» کې د لبنانیانو د کورونو نړول ګړندي کړي او د لیطاني سیند ټول پلونه ویجاړ کړي.