د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ایراني مشرانو ته د نوروز مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې مسکو د تهران لپاره یو «وفادار ملګری او د ډاډ وړ شریک» پاتې دی. دا خبره کرملین نن د شنبې په ورځ وکړه.
خو د ایران لپاره د مسکو د ملاتړ پر کچه لا هم بحثونه تاوده دي. ځینو ایراني سرچینو ویلي چې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته د دغه هېواد په تر ټولو لوی کړکېچ کې، دوی له مسکو څخه ډېره لږه عملي مرسته ترلاسه کړې ده.
کرملین وایي پوتین د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله مجتبی خامنهاي او ولسمشر مسعود پزشکیان ته د نوي کال مبارکي لېږلې ده.
پوتین هيله وښوده چې ایرانی ولس به دا «سختې ازموینې» په وقار سره تېرې کړي او ټینګار یې وکړ چې په دې سخت وخت کې مسکو د تهران وفادار ملګری دی.
روسیه وایي پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونو منځنی ختیځ د تباهۍ کندې ته ټېله کړی او د انرژۍ یو لوی نړیوال بحران یې رامنځته کړی دی. پوتین د ایران د ستر مذهبي مشر وژل یو «بېشرمانه» قتل وباله او و یې غندلو.
پولیټیکو مجلې راپور ورکړی چې مسکو واشنګټن ته د «متقابل امتیاز» وړاندیز کړی و؛ کرملین به له ایران سره د استخباراتي معلوماتو شریکول بند کړي که واشنګټن اوکراین ته د روسیې په اړه استخباراتي معلومات ورنکړي، خو امریکا دا وړاندیز رد کړی دی. کرملین بیا دا راپور «جعلي» بللی دی.
کارپوهان وايي که څه هم روسیې په وینزویلا کې د نیکولاس مادورو په لرې کېدو سره یو متحد له لاسه ورکړی، خو پر ایران له بریدونو وروسته د تېلو د بیو لوړېدو له امله یې ګټه کړې ده.
دواړو هېوادونو چې کوم سټراټیژیک تړون خپور کړی، په هغه کې د «متقابلې دفاع» ماده نشته. روسیې په تکرار سره ویلي چې نه غواړي ایران اتومي بم ولري، ځکه دا چاره به په منځني ختیځ کې د اتومي وسلو سیالي پیل کړي.
