امنیت

سعودي عربستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ

انځور- د سعودي عربستان بیرغ

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لنډمهالي اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

په دغه بیانیه کې چې وزارت پر خپله ایکس خپره کړې راغلي چې سعودي عربستان د دواړو خواوو له لوري د سعودي، قطر او ترکیې هغو غوښتنو ته د مثبت ځواب ویلو ستاینه کوي چې د دغه اوربند د پلي کولو لپاره یې کړې وې.

سعودي عربستان ټینګار کړی چې د خبرو اترو ژبه او سوله ییز حل د شته اختلافاتو د هواري لپاره تر ټولو غوره لار ده.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه هېواد به له خپلو وروڼو او دوستانو هېوادونو سره په همغږۍ خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړي، ترڅو په سیمه کې تلپاتې سوله، امنیت او ثبات ټینګ شي.

دا اوربند داسې مهال اعلانېږي چې د تیرې  دوشنبې په شپه پاکستاني جنګي الوتکو د کابل بېلابېلې برخې بمبار کړې؛ هغه بریدونه چې طالبانو ویلي پکې د «روږدو کسانو د درملنې یو مرکز» هم په نښه شوی دی، چې لږ تر لږه ۴۰۰ تنه پکې وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي

که څه هم سعودي عربستان، ترکیې او قطر په تېرو میاشتو کې په وار وار د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو او تفاهم کوربه توب کړی، خو دغه ټولې ډیپلوماټیکې هڅې تر دې دمه بې پایلې پاتې شوې دي.

د کتونکو په باور، د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د ژورې بې باورۍ فضا، د نښتو دوام او د دواړو لوریو له خوا د یو بل د امنیتي اندېښنو نه منل هغه بنسټیز لاملونه وو چې تېرې ناستې یې یوازې تر تشریفاتي کچې محدودې کړې او په عمل کې یې د کړکېچ په کمولو کې کومه ملموسه بریا ترلاسه نه کړه