د ډلهییز امنیت د تړون سازمان په یوه بیانیه کې ویلي چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو زیاتوالی د سیمې امنیت ګواښي.
دغه سازمان هیله ښودلې چې د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ خبرې اترې بېرته پیل شي او اختلافي مسایل د مذاکرې له لارې حل شي.
د دغه سازمان په بیانیه کې راغلي: «د وضعیت هر ډول ترینګلتیا، بې له شکه په سیمه کې د امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
د ډلهییز امنیت د تړون سازمان د اوراسیا په فضا کې د ثبات پر پیاوړتیا ټینګار کوي او د دغه سازمان په دارالانشا کې، د افغانستان او پاکستان د نښتو زیاتوالي اړوند بدلونونه له نږدې څارل کېږي، موږ هیله لرو چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ رغونکې خبرې اترې پیل شي چې په پایله کې یې اختلافي مسایل حل او فصل شي.»
په دغه بیانیه کې چې روسي ورځپاڼې «ایزوستیا» ته استول شوې، ټینګار شوی چې د دغه سازمان غړي هېوادونه په دوامداره توګه د خپل مسؤلیت په حوزه او شاوخوا سیمو کې وضعیت تحلیل او څېړي.
د ډلهییز امنیت د تړون سازمان زیاته کړې: «د ډلهییز امنیت د منځنۍ اسیا په سیمه کې، په منظمه توګه د ډلهییز غبرګون د چټکو ځواکونو تمرینات ترسره کېږي.
همداراز، د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د بینالدولتي هدفمند پروګرام په چوکاټ کې چې د ۲۰۲۴ په نومبر کې د دغه سازمان د ډلهییز امنیت شورا لخوا تصویب شوی، مشخصې دندې ټاکل شوې او کار په دوامداره توګه روان دی».
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه پاکستاني جنګي الوتکو د کابل بېلابېلې برخې بمبار کړې؛ هغه بریدونه چې طالبانو ویلي پکې د «روږدو کسانو د درملنې یو مرکز» هم په نښه شوی دی.
د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې په دې برید کې لږ تر لږه ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي، خو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې. هغوی ویلي چې دا مرکز چې د روږدو ناروغانو د درملنې لپاره کارول کېږي، په مستقیم ډول په نښه شوی دی.
خو پاکستان پر روغتون برید رد کړی دی. د دغه هیواد چارواکو ویلي چې دغه برید دې ځای ته نیږدې د مهماتو ډیپوګانې په نښه کړي او طالبان یې تورن کړي چې په خپله یې د درملنې دغه مرکز ته اور اچولی؛ هغه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.
دغو ضد او نقیض روایتونو په دې اړه مهمې پوښتنې راپورته کړې چې په اصل کې څه شی په نښه شوي او دا دومره لویه مرګژوبله څنګه رامنځته شوې، چې لا هم بې ځوابه پاتې دي.
په ورته وخت کې، سرچینو ویلي چې د دوشنبې په شپه د کابل نورې برخې هم، له هغې ډلې د ښار په اتمه ناحیه کې د طالبانو د دفاع وزارت د «مهماتو یوه ډیپو» په نښه شوې ده.
د سرچینو په وینا، د دغه برید په پایله کې د څو ساعتونو لپاره له دې سیمې څخه د اور لمبې او لوګي پورته کېدل او د اور وژنې وسایط ونه توانېدل چې اور مهار کړي.
د یادولو وړ ده چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ سرحدي نښتې یوویشتمې ورځې ته داخلې شوې او د تاوتریخوالي د زیاتېدو او پر ملکي وګړو یې د اغېز په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
