په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنت د پاکستان د هغو هوايي بریدونو په اړه د سمدستي، خپلواکو او رڼو څېړنو غوښتنه کړې چې د طالبانو په وینا په کابل کې یې د روږدو کسانو د درملنې یو مرکز په نښه کړی دی.
نوموړي په ایکس (X) کې په یوې نوې بیانیه کې لیکلي چې دا پېښه باید وڅېړل شي، مسؤلین یې باید ځواب ویونکي وي او قربانیانو او د هغوی کورنیو ته دې «تاوان» ورکړل شي.
پاکستاني جنګي الوتکو د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه د کابل بېلابېلې برخې بمبار کړې؛ هغه بریدونه چې طالبانو ویلي پکې د «روږدو کسانو د درملنې یو مرکز» هم په نښه شوی دی.
د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې په دې برید کې لږ تر لږه ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي، خو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې. هغوی ویلي چې دا مرکز چې د روږدو ناروغانو د درملنې لپاره کارول کېږي، په مستقیم ډول په نښه شوی دی.
له بلې خوا پاکستان پر روغتون برید رد کړی دی. د دې هیواد چارواکو ویلي چې دغه برید د دې ځای نږدې د مهماتو ډیپوګانې په نښه کړي او طالبان یې تورن کړي چې په خپله یې د درملنې دغه مرکز ته اور اچولی؛ هغه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.
دغو ضد او نقیض روایتونو په دې اړه مهمې پوښتنې راپورته کړې چې په اصل کې څه شی په نښه شوي او دا دومره لویه مرګژوبله څنګه رامنځته شوې، چې لا هم بې ځوابه پاتې دي.
په ورته وخت کې، سرچینو ویلي چې د دوشنبې په شپه د کابل نورې برخې هم، له هغې ډلې د ښار په اتمه ناحیه کې د طالبانو د دفاع وزارت د «مهماتو یوه ډیپو» په نښه شوې ده.
د سرچینو په وینا، د دغه برید په پایله کې د څو ساعتونو لپاره له دې سیمې څخه د اور لمبې او لوګي پورته کېدل او د اور وژنې وسایط ونه توانېدل چې اور مهار کړي.
د یادولو وړ ده چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې یوویشتمې ورځې ته داخلې شوې او د تاوتریخوالي د زیاتېدو او پر ملکي وګړو یې د اغېز په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
