د افغانستان د ډیپلوماتیکو او قونسلي پلاوو د همغږۍ شورا په یوه بیانیه کې ویلي چې پر کابل د پاکستان بریدونه، له هغې ډلې «د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز»، د نړیوالو بشردوستانه حقونو جدي سرغړونه ده او باید د دې بریدونو عاملین ځواب ویونکي وي.
دې شورا په کابل کې «د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د برید» په اړه د یوې «بشپړې او رڼې» څېړنې غوښتنه کړې ده.
په بیانیه کې راغلي: «د افغانستان خلکو د لسیزو راهیسې د جګړې دروند بار زغملي او لا هم د طالبانو د نا مشروع رژیم تر واکمنۍ لاندې کړېږي.»
دې شورا ټینګار کړی چې تلپاتې امنیت او ثبات په زور نه ترلاسه کېږي او تر ټولو اغېزمنه لاره د یوه باثباته افغانستان ملاتړ دی چې د یوه معتبر، مشروع او د خلکو په استازیتوب ولاړ سیاسي نظم پر بنسټ جوړ شوی وي.
په بیانیه کې زیاته شوې، هغه اقدامات چې د افغانستان حاکمیت کمزوری کوي او ملکي وګړي له خطر سره مخ کوي، یوازې د لا ډېرې بې ثباتۍ او زیانونو لامل ګرځي.
د هېواد د ډیپلوماتیکو او قونسلي پلاوو د همغږۍ شورا د دغو «ناجایزه» بریدونو د سمدستي درېدو غوښتنه کړې چې د دې شورا په وینا، د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا یې نقض کړې او د بې ګناه انسانانو د ژوند له لاسه ورکولو لامل ګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه پاکستاني جنګي الوتکو د کابل بېلابېلې برخې بمبار کړې؛ هغه بریدونه چې طالبانو ویلي پکې د «روږدو کسانو د درملنې یو مرکز» هم په نښه شوی دی.
د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې په دې برید کې لږ تر لږه ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي، خو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې. هغوی ویلي چې دا مرکز چې د روږدو ناروغانو د درملنې لپاره کارول کېده، په مستقیم ډول په نښه شوی دی.
له بل لوري پاکستان پر روغتون برید رد کړی دی. د دې هیواد چارواکو ویلي چې دغه برید د دې ځای د مهماتو ډیپوګانې په نښه کړي او طالبان یې تورن کړي چې په خپله یې د درملنې دغه مرکز ته اور اچولی؛ هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.
دغو ضد او نقیض روایتونو په دې اړه مهمې پوښتنې راپورته کړې چې په اصل کې څه شی په نښه شوی او دا دومره لویه مرګژوبله څنګه رامنځته شوې، چې لا هم بې ځوابه پاتې دي.
په ورته وخت کې، سرچینو ویلي چې د دوشنبې په شپه د کابل نورې برخې هم، له هغې ډلې د ښار په اتمه ناحیه کې د طالبانو د دفاع وزارت د «مهماتو یوه ډیپو» په نښه شوې ده.
د سرچینو په وینا، د دغه برید په پایله کې د څو ساعتونو لپاره له دې سیمې څخه د اور لمبې او لوګي پورته کېدل او د اور وژنې وسایط ونه توانېدل چې اور مهار کړي.
د یادولو وړ ده چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې یوویشتمې ورځې ته داخلې شوې او د تاوتریخوالي د زیاتېدو او پر ملکي وګړو یې د اغېز په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
