د طالبانو د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت ادعا کوي چې پاکستاني پوځیانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر څلورو ولایتونو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۴ «ملکي کسان» وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
نوموړي په ایکس (X) کې په یوې بیانیه کې ادعا کړې چې پاکستاني نظامیانو په تېره یوه شپه او ورځ کې د نورستان، خوست، کنړ او پکتیکا ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څیرمه سیمو کې «د استوګنې کورونه» په نښه کړي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال ادعا کوي چې د پاکستاني ځواکونو په دغو توپچي بریدونو کې د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د دغه هېواد د اطلاعاتو او خپرونو وزیر تر دې وړاندې ویلي وو چې د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې «پوځي اهداف» او د پاکستاني طالبانو تحریک یا «ټي ټي پي» ملاتړې مرکزونه په نښه کېږي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو ۱۹ ورځې تېرېږي. ورته مهال، سرچینو تر دې وړاندې آمو ته ویلي وو چې پاکستاني پوځیانو د جمعې په شپه په کندهار کې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده ځانګړې قطعه په نښه کړې ده.
خو د دغه برید په تعقیب، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وویل چې په کندهار کې د پاکستاني جنګي الوتکو په بمبارۍ کې د روږدو کسانو د درملنې یو مرکز او یو خالي کانټینر چې مخکې پوځي قراول و، په نښه شوي دي.
