د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده، د اختر په مناسبت په خپل اوږده پیغام کې د پاکستان وروستیو بریدونو، د ایران جګړې او همداراز د نجونو د زده کړو موضوع ته هېڅ اشاره نه ده کړې او تر ډیره یې د خلکو پر اطاعت، د خپل ځان لپاره د «ساتنې دعا»،د طالبانو د نظام پر بقا، او د طالبانو د امربالمعروف د محتسبینو پر ستاینې ټینګار کړی دی.
په دغه پیغام کې له خلکو غوښتل شوي چې د هېواد د امنیت په پار دې منندوی وي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له نښتو ۱۹ ورځې تېرېږي. سره له دې، پاکستاني پوځیانو د جمعې په شپه په کندهار کې د هبتالله ځانګړی قطعه په نښه کړه.
په دغه پیغام کې همداراز ښځو ته هېڅ اشاره نه ده شوې او کله چې خلکو ته خطاب شوی، د «محترمو او مسلمانو وروڼو، مؤمنو وروڼو، او غیورو او مجاهدو خلکو» په څېر کلمې کارول شوې دي.
هغه د دې پیغام په یوه برخه کې له خلکو غوښتي چې د ده د ساتنې لپاره دعا وکړي. هغه ویلي: «نن هغه ورځ ده چې الله تعالی پکې ګناهونه بښي او دعاګانې قبلوي. نو تاسو ټول باید خپلو مسلمانو وروڼو، په ځانګړي ډول امیرالمؤمنین، مجاهدینو او مسؤلینو ته د حفاظت، استقامت او د شرعي نظام د بقا دعا وکړئ.»
هبتالله په دغه پیغام کې د طالبانو د امربالمعروف له محتسبینو مننه کړې او ویلي یې دي چې هغوی په افغانستان کې د «فساد د مخنیوي» لپاره هڅې کوي. هغه ویلي: «د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو کلک ملاتړ وکړئ.»
هغه همداراز د طالبانو له غړو غوښتي چې له «هر ډول اختلاف» څخه ډډه وکړي. او د طالبانو غړو ته په خطاب کې یې ویلي: «تاسو هڅه وکړئ لکه څنګه چې مو د شرعي نظام په رامنځته کولو کې قرباني ورکړه، له شرعي نظام څخه ساتنه وکړئ او د مسؤلینو پوره اطاعت وکړئ، د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره هڅې وکړئ او له هر ډول اختلاف څخه ډډه وکړئ.»
نوموړي له خلکو غوښتي چې خپل یوالي نور هم پیاوړی کړي او ځانونه له «هر ډول سمتي، ژبنیو او قومي تعصبونو» څخه وساتي. هغه یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې د ده له فرمانونو اطاعت وکړي. د هغه په وینا، «د اولی الأمر له فرمانونو، قوانینو او احکامو څخه پیروي او اطاعت د قرآن کریم د صریح آیت په اساس پر هر مسلمان فرض دی.»
په داسې حال کې چې د طالبانو د مشر په پیغام کې د نجونو د زده کړو په اړه څه نه دي ویل شوي، له خلکو غوښتنه شوې چې د تعلیم او تربیې په برخه کې «بشپړه هڅه وکړي» او په هغو برخو کې چې جومات نشته، جومات دې جوړ شي ترڅو ځوانانو او ماشومانو ته دیني زده کړې ورکړل شي.
له هېوادونو سره د اړیکو په برخه کې، هغه ویلي چې د طالبانو اداره له اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکې ده او غواړي له نورو هېوادونو سره د اسلامي اصولو پر بنسټ اړیکې جوړې کړي.
هغه ویلي: «له ټولو خواوو غواړو چې د افغانستان د خلکو عقایدو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.»
سره له دې چې په مستقیم ډول د ایران موضوع ته اشاره نه ده شوې، په پیغام کې راغلي چې د طالبانو اداره «د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو پر وړاندې ناسم چلند او د هغوی پر حقونو تېری» ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه بې برخې دي. د طالبانو مشر په دې موده کې د نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو او آزادیو پر وړاندې په لسګونو فرمانونه صادر کړي دي
