منځنی ختیځ

د سپینې ماڼۍ چارواکی: امریکا دې په ایران کې بریا اعلان کړي او د وتلو لار دې و مومي

انځور- په ایران کې د تیلو د زخیرو چاودنې

د مصنوعي زیرکتیا (اې آی) په برخه کې د سپینې ماڼۍ مشر او د ډونالډ ټرمپ نږدې سلاکار ډېوېډ ساکس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا باید په ایران کې “بریا اعلان کړي او له دغې جګړې ووځي.”

 دا د ټرمپ په اداره کې د یو لوړپوړي چارواکي له لوري له ایران سره د روانې جګړې د پای ته رسولو لومړی غږ بلل کېږي.

ډېوېډ ساکس، چې د ټرمپ په اداره کې د مصنوعي زیرکتیا او کرېپټو اسعارو مسوول دی، په یوې راډیويي مرکه (پوډکاسټ) کې وویل: «دا د بریا اعلانولو او له جګړې څخه د وتلو تر ټولو ښه وخت دی.» هغه زیاته کړه چې امریکا د ایران پوځي وړتیاوې په بشپړ ډول کمزورې کړې دي.

ساکس ټینګار وکړ چې د تاوتریخوالي دوام ښه پایله نه لري او امریکا باید د وضعیت د کابو کولو لپاره «د وتلو لار» (Off-ramp) پیدا کړي.

د هغه په وینا، د کړکېچ د کمولو یوازینۍ لار له ایران سره یو ډول اوربند یا د خبرو اترو له لارې هوکړې ته رسېدل دي.

امریکا او اسرایلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل، چې په ځواب کې یې ایران او په لبنان کې د هغوی متحد حزب الله پر اسرایلو او په منځني ختیځ کې د امریکا پر متحدینو بریدونه وکړل. دغې جګړې نړیوال بازارونه لړزولي او د تېلو بیې یې په بې‌ساري ډول لوړې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر وايي چې د امریکا او اسرایلو په بریدونو کې تر اوسه له ۱۳۰۰ ډېر ایرانیان وژل شوي دي. بل لور ته، اسرایل د خپلو ۱۲ او د امریکا پوځ د خپلو ۷ سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.