امنیت

چین پاکستان او طالبانو ته: ستونزې د زور پر ځای د خبرو له لارې حل کړئ

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، له خپل افغان سیال امیرخان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې باید د زور پر ځای د ډیالوګ او مشورو له لارې حل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وانګ يي پر دواړو خواوو غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل کړي، سمدستي اوربند وکړي او خپل اختلافات د خبرو له لارې هوار کړي.

هغه خبرداری ورکړ چې د ځواک کارول به یوازې وضعیت نور هم پېچلی کړي او په سیمه کې به کړکېچ لا زیات کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د جمعې په ورځ پاکستان په کندهار کې د «کام اير» هوايي شرکت د تېلو پر یوې سترې زېرمې بمبار وکړ.

دغه راز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې اړیکه کې دواړو لوریو د کابل او بیجینګ ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او روان کړکېچ بحث وکړ. امیرخان متقي ټینګار وکړ چې دوی د بحران د پراخېدو پر ځای د ستونزو د سیاسي حل ملاتړ کوي او باور لري چې ډیپلوماسي د مناقشو د هوارۍ  یوازینۍ لار ده.

خبر پاڼه زیاتوي چې متقي د پاکستان وروستي بریدونه پر «افغان حاکمیت تېری» وباله او ویې ویل چې طالبان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمن دي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان په هوايي او توغندیزو بریدونو کې تر ډېره ملکي وګړي، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان وژل شوي او ګڼ ملکي تاسیسات ویجاړ شوي دي.

دا برید د چین له منځګړیتوب سره سره د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په تېرو څو کلونو کې تر ټولو خونړی کړکېچ بلل شوی دی.

وانګ يي او امیرخان متقي همداراز د ایران د وضعیت په اړه هم نظرونه تبادله کړل. د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، بیجینګ چمتو دی چې د افغانستان په ګډون له نړیوالې ټولنې سره کار وکړي ترڅو په ایران کې سوله او ثبات رامنځته شي.