د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی چې د پاکستان پوځي الوتکو د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د «کام اير» شخصي هوايي شرکت د تېلو پر یوې سترې زېرمې برید کړی او ویشتلې یې ده.
مجاهد پر خپله ایکس پاڼه دغه برید یو «جنایت» بللی او ویلي یې دي چې د تېلو دې زېرمې نه یوازې د ملکي هوايي شرکتونو، بلکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د الوتکو ته هم د سون توکي برابرول.
هغه زیاته کړه چې دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني ځواکونه ملکي او سوداګریز تاسیسات په نښه کوي؛ بلکې تر دې وړاندې یې هم د «حاجي خانزاده» په نوم د یوه افغان سوداګر د تېلو زېرمې ویشتې وې.
د یادونې وړ ده چې د تېلو د دې زېرمې ویشتل به په افغانستان کې د ملکي الوتنو او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر لېږد پام وړ منفي اغېز وکړي.
تر اوسه د پاکستان لوري د دغه تازه برید په اړه څه نه دي ویلي
دا په داسې حال کې چې پاکستاني ځواکونو پرون سهار وختي ۴ بجې د علیشېرو ولسوالۍ په «صدقو» کلي کې درانه بریدونه کړي.
د بشري حقونو نړیوال بنسټ په خوست ولایت کې د کورونو ویجاړول او د ملکي وګړو وژل وغندل او د دې پېښې د سمدستي څېړلو غوښتنه یې وکړه.
دغه بنسټ پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د علیشېرو ولسوالۍ په «صادق غراب» سیمه کې د توغندیو د لګېدو له امله ۳ ماشومان وژل شوي او لږ تر لږه ۶ نور ملکي وګړي ټپیان دي؛ دا برید د پاکستاني ځواکونو لخوا بلل شوی دی.
دا بریدونه پر داسې مهال کېږي چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو ۱۷ ورځې تېرېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې پورې په دغو جګړو کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دواړو غاړو یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کړي؛ طالبان د ۳۲۷ پاکستاني سرتېرو او پاکستان د ۵۸۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي.
