د بشري حقونو نړیوال بنسټ په خوست ولایت کې د کورونو ویجاړول او د ملکي وګړو وژل وغندل او د دې پېښې د سمدستي څېړلو غوښتنه یې وکړه.
دغه بنسټ پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د علیشېرو ولسوالۍ په «صادق غراب» سیمه کې د توغندیو د لګېدو له امله ۳ ماشومان وژل شوي او لږ تر لږه ۶ نور ملکي وګړي ټپیان دي؛ دا برید د پاکستاني ځواکونو لخوا بلل شوی دی.
یاد بنسټ ټینګار کړی چې په استوګنیزو سیمو کې د درنو وسلو کارول د نړیوالو قوانینو د نقض په اړه جدي اندېښنې راپیدا کړې دي.
د بشري حقونو د نړیوال بنسټ مدیر، ژائومه دورګل وویل: «په خپلو کورونو کې د دریو ماشومانو وژل کېدل یو نه منل کېدونکی ناورین دی. پر ګڼ مېشتو سیمو برید منع دی او عاملان یې باید ځواب ویونکي وي.»
دغه بنسټ له پاکستان او طالبانو غوښتي چې دا پېښه په جدي ډول وڅېړي، عاملان یې محاکمه کړي او د پولې په اوږدو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عاجل ګامونه پورته کړي.
همداراز غوښتنه شوې چې خپلواکو بنسټونو ته اجازه ورکړل شي ترڅو د پېښې ځای له نږدې وګوري او وضعیت مستند کړي.
بلخوا د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې دا بریدونه پرون سهار وختي ۴ بجې د علیشېرو ولسوالۍ په «صدقو» کلي کې شوي دي.
د هغه په وینا، په دغو ډزو کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. فطرت زیاته کړه چې پاکستاني ځواکونو په کنړ ولایت کې هم ورته ډزې کړې خو هلته ځاني زیان نه دی اوښتی.
دا بریدونه پر داسې مهال کېږي چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو ۱۷ ورځې تېرېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې پورې په دغو جګړو کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي دي. دواړو غاړو یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کړي؛ طالبان د ۳۲۷ پاکستاني سرتېرو او پاکستان د ۵۸۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي.
