سوداګري

طالبانو د «یو کيلي» موټرو د واردولو موده د یو بل کال لپاره وغځوله

انځور- ارشیف څخه

د طالبانو کابینې د حسن اخند په مشرۍ په خپله وروستۍ ناسته کې پرېکړه کړې چې د بې‌اسناده یا «یو کيلي» موټرو د واردولو او د هغوی د ګمرکي محصول د کموالي لړۍ د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال تر پایه وغځوي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وزیرانو ریاست اقتصادي معاونیت ته دنده سپارل شوې ترڅو د ځینو وارداتي توکو د “روڼتیا، کمیت او کیفیت” په موخه له سوداګرو سره ناستې وکړي.

دا پرېکړه پر داسې مهال کېږي چې د هېواد اوسېدونکي په سړکونو، په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې د «یو کيلي» او ښي لاس موټرو له بې‌ساري زیاتوالي شکایت کوي.

خلک وايي چې د دغو موټرو د قانوني کولو او هغوی ته د لنډمهاله اسنادو د وېش له امله په کابل او نورو ولایتونو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کچه تر پخوا ډېره شوې ده.

د کابل ښاریان او د لويو لارو مساپر اندېښمن دي چې د دغو بې‌کیفیته او بې‌اسناده موټرو زیاتوالي نه یوازې تګ راتګ ستونزمن کړی، بلکې په هېواد کې یې د ترافیکي پېښو ګراف هم پورته وړی دی.

هغوی له مسوولینو غوښتنه کوي چې د دغو موټرو د واردولو په برخه کې جدي کنټرول ولري.